د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

خصوصي موسسې په کانکور کې د بې نتیجې محصلانو جذبولو ته تیار شوي


په افغانستان کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې حاضرې شوي چې«دوه دیرش زره» هغه محصلان جذب کړي چې، د دولتي پوهنتونونو په کانکور کې بې نتیجي پاتې و.

د دې تفاهم نامې له مخې به په کابل او ولایتونو کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په مختلفو برخو کې، دوه دیرش زره محصلان جذب کړي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکترعبیداله عبید، د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو له ريیس سره د تفاهم نامې د لاسلیک کېدو پر مهال وویل،

د تفاهم نامې له مخې به خصوصي موسسې دوه زره هغه محصلین چې په کانکور ازموینه کې بې نتیجې پاتې دي په وړیا توګه او یو شمېر نور به یې په فیس کې له تخفیف سره جذب کړي:

"د لوړو زده کړو خصوصي موسسو په مجموع کې ژمنه وکړه، چې دوه دیرش زره محصلانو ته د تحصیل زمینه برابره کړي.

په دوی کې به دوه زره په وړیا توګه زده کړی وکړي او نورو ته به په فیسونو کې کموالی ومنل شي.

په دی صورت کې سږ کال، د لوړو زده کړو په عالي، نیمه عالي او خصوصي موسسو ته یو لکو، یوولس زره، څلورسوه، پنځه ویشت محصلان جذبیدلای شي."


ډاکترعبید وویل، سږ کال د دولتي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې «یولکو، پنځه اویا زره، نهه سوه، یوڅلویښت» داوطلبو برخه اخیستی وه چې«نهه اویا زره، څلورسوه، پنځه ویشت» داوطلب وتوانیدل چې، دولتي پوهنتونونو او د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شي.

د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د اتحادیي ريیس روئین رحماني وویل، د لوړو زده کړو د وزارت د تمې سره سم حاضر دی، چې سربیره پر دوه دیرشو زرو محصلانو لس زره نور هم جذب کړي، چې په دې صورت کې سږ کال د لوړو زده کړو ټولو داوطلبانو ته د تحصیل چانس ور په برخه شو.

محصلان سره له دې، چې دا اقدام ستايي، خو د لوړو زده کړو له خصوصي موسسو دا هم غواړي، چې د فیسونو په برخه کې له دوي سره مرسته وکړي.

یوه محصل محمد یوسف ازادی رادیو ته وویل:

"دا یو ډیر ښه اقدام دی، ځکه په لسګونو زره ځوانان بې سرنوشته پاتې و او د لوړو زده کړو هیله یې درلوده، خو د خصوصي موسسې څخه هم غواړو چې د خلکو اقتصادي ستونزې دي، په پام کې ونیسي او فیسونه دی کم کړي."

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د لوړو زده کړو« شپږ اویا » خصوصي موسسې فعالې دي
چې څه باندې پنځوس زره محصلان په کې په زده کړو بوخت دي.

کارپوهان وایي، د لوړو زده کړو دولتي او غیر دولتي موسسې باید د کمیت ترڅنګ د زده کړو د کېفیت لوړولو ته هم هڅې تیزې کړي.
دوی دا هم وایي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسې باید یو تربله د سالم رقابت له مخې، د فیسونو کمولو ته هم اقدام وکړي.

خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG