د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ولسي جرګه نن وتوانیدله، چې د انتخاباتو له لارې خپل اداري پلاوي بشپړ کړي


له درېیو ورځو پرله پسې انتخاباتو وروسته ولسي جرګه نن وتوانیدله، چې د انتخاباتو له لارې خپل اداري پلاوی بشپړ کړي.

په نننیو انتخاباتو کې میرویس یاسیني د ولسي جرګې د لومړي مرستیال او انجنیر سید اکرام د لومړي منشي په توګه وټاکل شول.

تر دې مخکې صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې د دویم مرستیال او عرفان الله عرفان د دویم منشي په توګه ټاکل شوي و.

خو پوښتنه دا ده، هغه کوم مسایل دي، چې باید ولسي جرګې یې د خپلو ورځنیو غونډو په پیلیدو سره په لومړي سر کې وڅیړي.

دا پوښتنه زموږ همکار احمد زبیر ژمن د ولسي جرګې له یوه غړي عبدالرحیم ایوبي سره شریکه کړې، ښاغلی ایوبي وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG