زیاتو غربي ورځپاڼو د جمهور ریس حامد کرزي د یکشنبې د ورځې پر خبرو او د امریکا د دفاع د وزیر سره د هغه پر لیدنه تبصرې کړې دي.
نیویارک تایمز ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ پر امریکا شدید تورونه ولګول او ویې ویل، چې امریکاییان او طالبان په ګډه د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې کوي.
د ورځپاڼې په باور، د جمهور ریس کرزي د یکشنبې د ورځې څرګندونو، کابل ته امریکا د دفاع د وزیر دا لومړی سفر تر اغیز لاندې کړی وو.
د نیویارک ټایمز په وینا، جمهور ریس کرزي په تیرو لسو کلونو کې په وار وار د خپلو امریکايي متحدینو څخه نارضایتي څرګنده کړې ده .
خو دا وار د هغه څرګندونې په داسې حساس وخت کې وې، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام پر څرنګوالي بحث روان دی.
نیویارک ټایمز لیکي، چې د جمهور ریس کرزي داسې څرګندونېپدې اړه، چې دواړه هیوادونه په خپلو کې د زیاتییدونکو اختلافاتو د حل توان لري، نوي سوالونه پيدا کوي.
ورځپاڼه د امریکايي چارواکو په حواله وايي، چې د یک شنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د دفاع د وزیر چک هیګل ګډ خبري کنفرانس د امنیتی ستونزو له امله لغوه شو .
خو افغان لوري دا خبره رد کړې ده .
د نیویارک ټایمز په لیکنه : د کنفرانس تر لغوه کیدو وروسته دواړو لوریو ګډه ډوډۍ وخوړه او مذاکرې یې په خصوصي ډول ترسره کړې .
چک هیګل ویلي، چې د جمهور ریس حامد کرزي سره یې په صراحت خبرې کړې دي.
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړې: زه ډير وخت سیاستمدار وم او پوهیږم، چې د هیوادونو رهبران اکثرا، تر ځانګړي فشار لاندې وي . جمهور ریس حامد کرزی او د هغه ولس د ډيرو ستونزو سره مخامخ دي .
بله امریکايي ورځپاڼه، واشنګټن پوست هم د ولسمشر کرزي پر وروستیو څرګندونو تبصره لري.
ورځپاڼه لیکي: دا افغانستان ته د چک هیګل اول سفر وو.
پدې وخت کې د جمهور ریس کرزي څرګندونې د واشنګټن او کابل ترمنځ د خرابو اړیکو څرګندونه کوي.
دا ټولې خبرې پداسې وخت کې شوې ، چې واشنګټن په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پاي ته رسولو هڅې کوي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي، چې افغان او امریکايي چارواکو د ولسمشر کرزي او د دفاع وزیر هیګل د ګډ خبري کنفرانس د لغوه کیدو په اړه مختلف دلایل وړاندې کوي.
امریکايي لوري ویلي، چې دا خبري کنفرانس د افغان حکومت په مشوره د امنیتی دلایلو په خاطر لغوه شو.
خو د جمهور ریس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي دا خبر رد کړی او واشنګټن پوست ته یې ویلي، چې د جمهوري ریاست د ارګ مطبوعاتي برخه هیڅ کله هم د کنفرانسونو لپاره خطرناک ځاي نه دی.
ایمل فیضي ټينګار کړی، چې د دوي له نظره، د یک شنبې په ورځ د دواړو خبري کنفرانس ته هیڅ ډول امنیتي تهدید نه وو .
واشنګټن پوست ورځپاڼه د داسې امریکايي مقاماتو په حواله، چې هویت يې پټ ساتل شوي وايي، چې واشنګټن لا هم د افغانستان له حکومت او ولسمشر سره مثبتې اړیکې لري.