د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

سپینې ماڼۍ د ولسمشر کرزي وروستی څرګندونې رد کړې


د ولسمشر بارک اوباما ویندوی د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دا ادعاوې رد کړې، چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د اوږدولو لپاره له طالبانو سره جوړ جاړی کړی دی.

حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزیر د افغانستان په سفر بوخت و، وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو د دې لپاره چې افغانانو ته قناعت ورکړي چې بهرني پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پکار دي، په خپل منځ کې جوړ جاړی کړی دی، کرزي وویل:

«د کابل او خوست د شنبې د ورځې چاودنو وښودله چې دوی(طالبان) د امریکا په خدمت کې دي. دوی هڅه کوي چې موږ وبېروي چې که بهرنیان په افغانستان کې نه وي نو موږ به له دا ډول پېښو سره مخامخ کېږو.»

کرزي دا هم وویل، هر بهرنی قدرت چې غواړي په افغانستان کې پوځیان وساتي باید دا کار له هغو شرایطو سره سم وکړي، چې افغانستان ورته ټاکلي دي، د سپینې ماڼۍ ویندوې جې کارني پرون ناوخته وویل:

«په دې باب هر راز څرګندونې چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره جوړجاړی کوي اساساً ناسمې دي.»

ده همداراز وویل، چې دفاع وزیر چک هېګل په دې اړه له ولسمشر کرزي سره مخامخ خبرې وکړې. امریکایانو په تېرو نژدې دوولسو کلونو کې د دې لپاره چې په افغانستان کې امنیت او ثبات یقیني شي په دغه هېواد کې ډېرې وینې بهیولي او ډېرې پیسې یې لګولي دي، جې کارني په عین حال کې وویل:

« موږ د هیڅ راز تشدد په تېره بیا په هغه یوه کې چې بې ګناه ملکیانو ته پکې زیان اوړي، ملاتړ نه کوو.»

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف دنفرد او په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشر کرزي څرګندونې رد کړې وې.

دنفرد د کرزي خبرې کاملاً ناسمې وبللې، ویې ویل: ولسمشر کرزي هیڅ وخت له ده سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د تماس په اړه کومه خبره نه وه کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د کرزي د څرګندونو د ردولو په ترڅ کې ویلي، چې د سولې په بهیر کې د امریکا د متحدو ایالتونو رول دا و او دی چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د خبرو ملاتړ وکړي.

د امریکا دفاع وزارت هم ویلي، د کرزي دا خبره سمه نه ده چې وايي طالبان له امریکایانو سره هره ورځ په قطر او اروپا کې خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG