د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

ولسي جرګې د جرګې دوېیم مرستیال وټاکه


ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره د انتخاباتو په درېیمه ورځ یوازې د جرګې دوېیم مرستیال وټاکه.

د ولسي جرګې د لومړي او دوهم مرستیال او لومړی منشي څوکېو ته د دوشنبی په ورځ د جرګې لسو غړو ځانونه کاندید کړي وو.

په دې ورځ د جرګې نصاب دوه سوه دیارلس و او کاندید کولای شول، چې په«پنځوس + یو » یا « یوسلو اوه رایو» بریالی شي.

د دوهم مرسیال کرسۍ ته ګل پاچا مجیدي، محمدعارف شاجهان نوري او محمد صالح سلجوقي کاندیدان و، چې ښاغلي سلجوقي یو سلو اته رایي یوړې او د جرګې د دوهم مرستیال په توګه انتخاب شو.


د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وویل:

«ښاغلي محمد صالح سلجوقي، چې د دوهم مرستیال کرسۍ ته کاندیدو، وتوانید چې لازمې رایې پنځوس جمع یو پوره کړي او د جرګې دوهم مرستیال شي، کامیابي یي غواړم.»

تیره ورځ د جرګې غړي عرفان اله عرفان په انتخاباتو کې ټاکلی رایي وګټلې او د جرګې د دوهم منشي په توګه وټاکل شو.

د جرګې د لومړي مرستیال کرسۍ ته د جرګې څلورو غړو:« خالدپښتون، وږمی صافۍ، اکبر ستانکزي او سیما جوینده » کاندیدان وو، چې یو یې هم لازمې رایې ونه ګټلې.

همدارنګه د جرګې د لومړي منشي کرسۍ ته کاندیدان:فرشته امیني، زهرا توخي او سیداکرام درې واړه ونه توانیدل، چې پنځوس جمع یو رایي پوره کړي.

د جرګې ريیس وویل، د اداري هیئت د انتخاباتو لړۍ به سبا هم دوام وکړي.

کارپوهان وایي، د جرګې د اداري هیئت د انتخاباتو ځنډیدل د اندیښنې وړ دي انجینیر مطیع اله خروټی وایي:

«د جرګې ترکېب غیرمتجانس دی، دوی په دری ورځو کې یو اداری تشکېلات چی څلورتنه دي نه شی انتخابولی ، قوانین به څنګه تصویب او ملت ته به څه خدمت وکړی»

تیرکال هم د ددې جرګی دتقنینی کال په پیل کې داداري هیئت انتخابات په یوې ستونزی اوښتی چی څه باندی میاشت یې ونیوله .

خو د جرګې ريیس هیله ښيي، چې دا ځل به د دې انتخاباتو لړۍ لا پسې اوږده نه شي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG