د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

هیګل: د افغانستان او امریکا په اړیکو کې وروستۍ ستونزې به په ګډه حل شي


د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د خپل لومړني رسمي سفر په ترڅ کې له ولسمشرحامد کرزي سره له خپلې پرونۍ کتنې وروسته هڅه وکړه، چې د کابل او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ بې اهمیته وښيي.

چک هېګل وویل، په افغانستان کې به نوې ستونزې او نوي مسایل مخې ته راشي او دا باید موږ حیران نه کړي خو ده زیاته کړه، فکر نه کوي دا ستونزې به دومره جدي وي چې په ګډ کار حل نشي.

افغان ولسمشر پرون په خپله وینا کې امریکا او طالبان په خپلو کې په سازش تورن کړل او ویې ویل چې د طالبانو د حملو د دوام هدف دادی چې نه غواړي امریکایان له افغانستانه ووځي.

هېګل وویل، ما ولسمشرکرزي ته وویل، دا خبرې سمې نه دي چې متحدایالات په یواړخیز ډول له طالبانو سره کار کوي:

"موږ د دې څرګندونو په اړه خبرې وکړې. ما ولسمشر ته وویل، دا رښتیا نه ده چې متحدایالات په یواړخیز ډول له طالبانو سره ګډ کار او د کوم څه په اړه خبرې اترې کوي.

حقیقت دا دی چې د سولې او سیاسي حل لپاره هرراز هڅې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي."


د پنټاګون مشر او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ دواړو دا خبره رد کړه چې ګنې د افغانستان او امریکا اړیکي زیانمن شوي.

فرانسپرس خبري آژانس د یوه جګپوړي امریکايي مقام له قوله لیکلي چې واشنګټن اوس هم داسې احساس کوي چې له ولسمشرکرزي او افغان حکومت سره ډېر ګټور اړیکي لري.

خو یادشوي مقام آژانس ته ویلي چې دوی په خصوصي ډول افغان ولسمشر ته ویلي دي چې په عام محضر کې انتقادونه د کابل او واشنګټن شراکت ته هېڅ راز ګټه نه رسوي، په تېره هغه وخت چې د ده ادعاوې کوم موثق بنسټ ونلري.

د امریکا دفاع وزیر له دې څرګندونو مخکې پرون ماښام په ارګ کې له ولسمشرکرزي سره وکتل.

د جمهوري ریاست په رسمي ویب سایټ کې راغلي چې افغان ولسمشر د کندهار پوهنتون له مینځه د یوه محصل نیولو ته په اشارې سره د امریکا دفاع وزیر ته وویل، دا عمل د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

افغان ولسمشر ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمینځ هرراز دوه اړخیز اړیکي باید د یوبل ملي حاکمیت ته د درناوي پر بنسټ ولاړ وي او باید د دواړو هېوادونو ګټې پکې په پام کې ونیول شي.

په کتنه کې د امریکا دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري. چک هېګل تایید کړې چې په تېرو کلونو کې یولړ تېروتني شوي خو زیاتوي، له دې تېروتنو دا تجربه ترلاسه شوې چې دواړه لوري باید په خپلو کې د ښو اړیکو او متقابل اعتماد د ټینګولو لپاره تر پخوا زیاته هڅه وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان هم پرون د افغان ولسمشر پر وینا سخت انتقاد وکړ. جنرال ډنفورډ په کابل کې خبریالانو ته وویل، نړیوالو ځواکونو په تېرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې خپله ډېره زیاته ویني بهولې نو دا فکر ناسم دی چې روان تشدد د دوی له لاسه دی.
XS
SM
MD
LG