د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

"نیالګي کښېنوئ- افغانستان لا زرغون کړئ"


د نوي لمریز کال په را رسېدو سره افغان ولسمشر د باغونو، ځنګلونو، کرنیزو سیمو او د اوسېدو په سیمو کې د نیالګیو پر ایښوولو او زرغونتیا ټینګار کوي.

ولسمشر حامد کرزي په خپله راډیووي وینا کې له خکو او کروندګو وغوښته، چې د خپلو کروندو او کورونو د زرغونتیا لپاره ډیر کوښښ وکړي.

ښاغلي کرزي د نیالګیو او ونو پر روزنه او ساتنه هم ټینګار وکړ:

"سږ کال ژمې د واورې او بارانونو له کبله ښه وو او هیله ده چې پسرلۍ مو هم ښه وي نو د بزګرو نه دا هیله لرم چې ځمکې وکري او بڼ وال خپل باغونه پراخ کړي او هر هېوادوال مو د هېواد د ښیرازی لپاره نیالګي کینوي او افغانستان لا زرغون کړي."

تر دې مخکې کابل ښاروالۍ پر دوکان لرونکو د نیالګیو ایښول او د هغوي ساتنه جبري کړې وه او هغوی ته یې ویلي وه، که له نیالګیو سره بې پروايي وکړي، جریمه به شي.

که څه هم په تیرو یولسو کلونو کې په ټول هېواد کې حکومتي او غیري حکومتي ادارو په لګونو نیالګي ایښي، چې ډیره برخه یې بیرته وچ شوي، ولسمشر کرزی وايي، چې باید د هېواد د زرغونتیا لپاره تر دې هم ډیر کوښښ وشي.

ولسمشر کرزي په خپله راډیووي وینا کې له ټولو افغانانو دا هم وغوښته، چې پر کرنیزو مځکو دې کورونه او نورې ودانۍ نه جوړوي.

له دې سره چي هر کال حکومتي او غیري حکومتي ادارې په افغانستان کي په لکونو نیالګي کښېنوي، خو خلک وايي، چې مسئولې ادارې یې روزنې او ساتنې ته پام نه کوي.

خو ښاروالۍ او نوري مسئولي ادارې بیا د خلکو پر همکارۍ ټینګار کوي، چي د نیالګیو په ساتنه او روزنه کي همکاري وکړ.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG