د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ناوړه دودونو د ځوانان او نجونو پر ژوند بدې اغیزې کړي


لیلما یوه ۴۰ کلنه نجلۍ ده او د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې تراوسه واده نه دی کړی وویل، هغه مهال چې په دولسم ټولګي کې یې سبق وایه او وروسته په پوهنتون کې محصله وه ډیر کسان ورته په جرګه ورتلل.

د لیلمان په خبره هغه مهال د دې پلار او مور دا ویل چې( ته لا تراوسه وړه یې ضرورت نشته له دې ښه جرګه درته راځي) په دې توګه ټولو جرګو ته یې د رد ځواب ورکاوه.

لیلما چې د کورنیو محدودیتونو له مخې یې ونه غوښتل چې غږ یې خپور شي وايي اوس چې یې پلار مړ شوی،مور یې زړه شوې او د واده کولو وخت یې تیردی ،نو مجبوره ده چې د خپلو وروڼو د میرمنو خدمت وکړي له هغې پرته د هغوی لخوا د سپکو سپورو سره مخامخ کیږي.

یو شمیر نورې نجونې په دې باور دي چې د افغاني ټولنې دودیزه کیدل د دې لامل شوي څو د هغو نجونو لپاره چې د پلار په کورکې زړیږي د ژوند کړی نوره هم تنګه شي.

دوو تنو نجونوپه دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

«1- هغه نجلۍ چې په کور کې پاتې کیږي په راتلوونکي کې له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي،له خلکو شرمیږي،ځکه چې خپل همزولې ګوري چې واده شوي ، هغه نجونې چې په کور پاتې کیږي له خپل ژوند څخه ډيرې کړیږي.

2-ډير عوامل دي ځینې کورنۍ د پیسو په خاطر او یو شمیر نورې د خپل خوښې شخص د نه پیداکیدو په خاطر خپل لورګانې نه ودوي خو په ځینو مواردوکې نجونې لوړې غوښتنې لري.»

د ښځو چارو وزارت هم د دغو ستونزو په منلو سره وايي، د واده له حق څخه د نجونو بې برخې کیدل د ښځو پر وړاندې یو ډول ښکاره تاوتریخوالی دی.

د دې وزارت مسلکي مرستیاله سیده مژګان مصطفوي وايي هغوی په دې برخه کې تل پر اسلامي اصولو ټينګار کړی دی:

«د دې لپاره چې د نجونو د عمر له زیاتیدو مخ نیوی وکړو او پروخت واده وکړي زمونږ ټینګار تل په اسلامي احکامو دی هرڅه چې اسلام په دې برخه کې حکم کوي باید تطبیق شي.»

له بلې خوا د ولسې جرګې د روغتیا او ځوانانو کمیسیون په نږدې راتلوونکي کې ،په ودونوکې د لګښتونو د کمښولو د یوې طرحې دتصویب خبره کوي.

د ولسې جرګې د روغتیا او ځوانانو کمیسیون مشر داکتر نقیب الله فایق وویل، د دغه طرح دوه کاله مخکې د ا ړوندو ادارو لخوا چمتو او کابینې ته استول شوې ده، خو تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم:

«دد غه قانون اداري کارونه دوه کاله مخکې شوي، او دافغانستان کابینې ته استول شوی خو دوه درې کاله کیږي چې هلته حبس دی.

مونږ هیله لرو چې وکولای شو په خپلې څلورمې کاري میاشتې کې دغه قانون تصویب کړو.»
یو شمیر دیني عالمان هم پر هغو کورنیو انتقاد کوي چې د خپلو ځوانو لورګانو د واده په برخه کې بې پروایی کوي،دوی وایی واده د اسلام د پیغمبر سنت او د هرانسان یو اساسي حق دی.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو استاد عبدالناصر نصرت په دې اړه وايي:
«که چیرې د نکاح شرایط برابر وي، پلار ، مور او خپله نجلی دې د واده نه مانع کیږي،ځکه ډیری ناروغۍ له واده څخه د محروم کیدو له امله پيداکیږي.

کورنۍ نباید دا کار وکړي خپل لورګانې باید سم او مطمﺉن شخص ته په نکاح ورکړي.»

ویل کیږي، د ودونو ډیر لګښتونه، ناوړه دودونه او بې ځایه سیالیو په افغانستان کې ګڼ شمیر ځوانان او ځوانې نجونې د واده له حق څخه محرومې کړی دي.
XS
SM
MD
LG