د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د ښځو نړيواله ورځ او د افغان مېرمنو ستونزمن ژوند


د ښځې نړېواله ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې لا هم افغانې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر افغان ښځې وایي، لا هم په افغانستان کې ډاډمن امنیت نشته، له دوي سره تاوتریخوالی کیږي او په ډیرو سیموکې له خپلو حقوقو څخه برخمنې نه دي.

د پکتیا، کونړ، ننګرهار او هرات ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي دې ته په اشارې چې د ښځو پر وړاندې لاهم تاوتریخوالی او ستونزې ډیرې دي د ښځې د نړېوالې ورځې د نمانځلو په نوم د پیسو مصرفول بیځایه بولي.

د مارچ اتمه چې په ټوله نړی کې د ښځې د ورځې په نوم یادیږي له تیرو یوولسو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې هم د بیلابیلو دولتي او ځینو نړیوالو ادارو لخوا لمانځل کیږي.

خوپه افغانستان کې داسې ښځې هم شته چې حتې د دې ورځې په معنې نه پوهیږي او یواځې د دې په فکر کې دي چې څنګه ځان او خپلو ماشومانو ته یوه مړی ډوډی پیدا کړي.

یو شمیر نورې ښځې بیا د دې ورځې لمانځل ګټور بولي او وایي چې له دې سره په ټولنه کې د ښځې رول پیاوړی کیږي.

دا ورځ سږ کال له تیرې یوې اوونې راهیسې په کابل او ځینو ولایتونو کې د بیلابیلو دولتي او یو شمیر نړیوالو ادارو لخوا ولمانځل شوه.

یو شمیر ښځې شکایت کوی چې حقونه یې تر پښو لاندې کیږي او لا هم له راز راز تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

خو د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې او د ولسي جرګې ځینې غړې بیا وایي چې په تیرو یوولسو کلونو کې ښځو ته ډیر کارونه شوی دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ هم ورته نظر لري خو وایی چې په دې برخه کې باید لا ډیرې هلې ځلې وشي:

"د ښځو لپاره ډیر کار شوی ده، یو وخت وو چې ښځې حتې د کار کولو لپاره له کوره نشوې وتلی خو له نیکه مرغه چې اوس ښځې په هره برخه کې فعاله ونډه لري.

د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، روغتیا وزارت حتې ځینې یې ډیرې غټې پروژې او انجوګانې هم لري.

یوه موضوع چې د ښځو لپاره ډیره مهمه ده هغه په اساسي قانون کې ښځو ته د ونډې ورکول دي.

بیا هم دا زمونږ لپاره بس نه دي بیا ادامه پیدا کړي څو ښځې وکولی شي د خپل توان په اندازه ځان یو ځای ته ورسوي."


میرمن نیازۍ له حکومت نه غواړي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په کمولو او د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې جدي هڅې وکړي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د حقونو د پښو لاندې کولو په هکله دا شکایتونو پداسې حال کې کیږي چې د ښځو چارو وزارت هم مني په افغانستان کې ښځې لا هم له خو را ستونزو سره مخ دي.

سعیده مژګان مصطفوي وایي لا هم ښځې په ولایتونو کې له نا امنۍ، بیوزلۍ، بې سوادۍ ، او ډيرو حقوقي او روغتیایی ستونزو سره مخامخ دي:

"له نیکه مرغه په تیرو لسو کلونو کې د ښځو په برخه کې مو ډیر زیات بدلونونه درلودل چې په ډاډ سره ویلی شو د افغانستان په تاریخ کې سارۍ نه لري.

خو هیڅکله باید خپلې سترګې ونه تړو او هغه حقیقتونه چې زمونږ په ټولنه کې دي نا لیدلي ونه نیسو.

لا هم زمونږ ښځې د هیواد په ولایتونو کې له فقر، نا امني، بې سوادي، حقوقي او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخ دي."


په بدو کې د یوشمیر نجونو ورکول، په زور او ټیټ عمر ودول، وهل ټکول،د جنسي تیري او د ښځو د وژلو د پیښو زیاتیدل هغه جدي ستونزې او ناخوالي دي چې لاهم ښځې په افغانستان کې ورسره مخامخ دي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG