په کابل کې د ښځې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت مظاهره
د ښځې نړېواله ورځ له څو ورځو راهیسي د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او غیر دولتي ادارو او سازمانونو له خوا لمانځل کېږي. په دې غونډو کې اکثره د هېواد د ښځو پر یووالي، د دوی د حقونو په خوندیتوب او په دولتي ادارو کې د دوی پر ګمارلو تاکېد کېږي. د مدني ټولنې غړو ښځو، د جمهورريیس په نامه پر سرخلاصی لیک سربیره یو پریکړه هم ولوست چې یوه برخه یې داسې وه: "جناب جمهورريیس موږ د افغانستان ښځې د هغو تاورتریخوالو له مینځه وړل غواړو، چې له ښځو سره کېږي، موږ په هېواد کې شفاف انتخابات غواړو."