دا ایرانۍ کورنۍ چې په دې وروستیو کې د ولسمشر کرزي په حکم درېیو غړیو ته یې د افغانستان تابعیت ورکړل شو، په اصل کې د ایران د کردستان ولایت اوسیدونکي دي.
د دې کورنۍ مشر سعدي خالدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې له ډیرو هڅو وروسته یې ځان، میرمنې او مور ته د افغانستان تابعیت واخیست.
ښاغلی خالدي وایي، چې کورنۍ یې په افغانستان کې ډیره خوشحاله ده او غواړي چې خپلو درېیو ماشومانو ته هم د دې هېواد تابعیت واخلي.
خالدي وایي، له دیارلسو کلونو را په دې خوا افغانستان ته کډه شوي او په دې موده کې له افغانانو ډیرې ښې خاطرې لري:
"نه خیر، ماته هیچا هم ازار نه دی راکړی، موږ د افغانانو له میلمه پالنې ډیر خوشحاله یو، له افغانانو څخه ښې خاطرې لرو، همدا ښې خاطرې او ښه ژوند د دې لامل شو چې موږ د افغاني تابعیت غوښتنه وکړه، کله چې موږ ته افغاني تابعیت راکړل شو دومره خوشحاله شوم چې څلورویشت ساعته خوب را نه غی."
سعدي خالدي ۵۴ کاله عمر لري او له خپلې مور، میرمنې او درېیو ماشومانو سره یوځای د کابل په ښار کې ژوند کوي، خو نوموړي نه غوښتل چې د کور د قیق آدرس یې ذکر شي.
خالدي وایي، د ایران اوسني حکومت ځینې اقلیت قومونه ځوروي او دوی هم د همدې ځورونې له امله کلونه مخکې کابل ته راغلل.
غوښتل مو د خالدي له مور،میرمنې، او ماشومانو سره هم خبرې وکړو، خو نوموړي دې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ، او ویې ویل ماشومان یې نه شي کولای سمې خبرې وکړي او مور او میرمنه یې هم د کورنۍ ستونزې له امله خبرې کول نه غواړي.
خوخالدي دخپل افغاني تابعیت د ترلاسه کولو په اړه وړاندې داسې وویل:
"زه ایرانی یم، له دیارلس کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د مهاجرت شپې ورځې تیروم، څو کاله وړاندې مې د افغاني تابعیت غوښتنه وکړه چې له نیکه مرغه سږ کال منظور شو.
ما خپلې مور خاصیه عزیزي او میرمنې طیبه نصري ته هم افغاني تابعیت واخیست."
د جمهوري ریاست د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې ایرانۍ کورنۍ ته ولسمشر حامد کرزي د تابعیتي چارو د برسۍ کمیسیون د مصوبې پر اساس افغانی تابعیت منظور کړ.
سعدي خالدي د افغانستان دراتلونکې په اړه خوشبینه دی او وایي دی په افغانانو کې دا وړتیا ویني چې خپل هیواد او راتلونکې به جوړه کړي:
"زه ډیر خوشبینه یم، هیله ده چې تیارې نورې ورکې شي، او ټول افغانان ښه ژوند ولري، دا دیرش څلویښت کاله کیږي چې افغانان په سختو شپو ورځو کې ژوند کوي او اوسنی نسل باید دغه سختۍ او ستونزې له مخې لرې کړي."
سعدي خالدي وویل، دی د مور او پلار یو زوی دی او په ایران کې له خپل خپلوانو سره هم ټیلفوني اړیکې لري.
دی وایي هغه وخت به بیرته ایران ته ولاړ شي چې په ایران کې یو عادلانه ،دموکرات او شفاف نظام رامنځ ته شي.
اسدالله لودین