د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

"د هلمند د مرکزي زندان وضیعت تر کنټرول لاندې دی"


د هلمند ولایت په مرکزي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ له شخړي وروسته، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددې موضوع د څېړني لپاره یې يو پلاوی زندان ته لیږلی.

د افغانستان د زندانونو او توقیف ځایونو عمومي رئیس وايي، دوې ورځې مخکې یو شمېر بندیانو غوښتل، چې په دې زندان کې ګډوډۍ جوړه او وتښتي.

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف ځایونو چارواکې تاییدوي، چې د هلمند زندان یو شمېر بندیانو هڅه کوله، چې له زندانه بهر د ځینو کسانو په همکارۍ وتښتي.

خو دوی دا نه وايي، چې د هلمند له زندان څخه بهر له دې بندیانو سره د کومو کسانو او کړیو له خوا همکاري کېدله.

د زندانونو او توقیف ځایونو عمومي رئیس امیرمحمد جمشید د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو شمېر بندیانو دوې ورځي مخکې د هلمند په مرکزي زندان کې ګډوډۍ پيل کړې او د زندان دوه ساتونکې یې هم برمته کړي دي.

ښاغلی جمشید وايي، د دغو جنجالونو د څېړنې لپاره د هلمند ولایت مرکزي زندان ته یو پلاوی لیږل شوی دی.

نوموړی وايي، په دې ګډوډۍ کې بندیان پر دوو برخو ویشل شوي، چې په دې شخړه کې اوه تنه بندیان ټپیان شوي هم دي.

خو د هلمند ولایت له زندان نه بندیانو ازادۍ راډیو ته د ټیلیفون له لارې وویل، چې د زندان ساتونکې ورسره ناوړه چلند کوي، وهي او ټکوي یې او نورو بشري حقونو ته یې هم سپکاوی کېږي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کېمسیون په یوه راپور کې وویل، چې د هېواد په زندانونو کې اوس هم له درې نیم زرو څخه ډیر بندیان بې سرنوشته ساتل کېږي.

په راپور کې د بندیانو د شکنجې او خپل سرو نیونو یادونه هم شوې وه.

خو ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا د دریم تقنیني کال د پرانیستلو په غونډه کې وویل، چې باید له زندانیانو سره ناوړه چلند ونه شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG