د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۷

"ناټو به له دې وروسته د طالبانو د حملو ارقام نه خپروي"


د نړېوال مرستندویه ځواک (ایساف) ویاند جنرال ګونتر کتز
د نړېوال مرستندویه ځواک (ایساف) ویاند جنرال ګونتر کتز
په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د نړېوال مرستندویه ځواک (ایساف) ویاند جنرال ګونتر کتز (Guter Katz) وایي، تیره اوونۍ د دوي په راپور کې په بهرنیو ځواکونو باندې د وسله والو حملو په اړه راپور کې ځکه غلطې شوې وه، چې ایساف دا مهال د انتقال عملیه پر مخ وړي او د ټولو امنیتي مسولیتونو مشري افغان ځواکونو ته سپاري:

"زیات شمېر عملیات چې افغانان یي پر مخ وړي په حقیقت کې یي هغوي په یوازې ځان تر سره کوي. پدی توګه د آیساف لپاره ډېره ګرانه ده، چې سم ارقام تر لاسه کړي او زموږ په موجودو کمپیوتري معلوماتو کې زیاتې غلطۍ کیږي."

د ایتلافي ځواکونو چارواکو او د امریکا حکومت څه موده وړاندې راپور ورکړی و، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په ایتلافي ځواکونو باندي د وسله والو طالبانو حملې په سلو کې ۷ کمې شوې وې او افغان ځواکونه به د زیاتو جنګې ماموریتونو مسولیتونه په غاړه واخلي. ایتلافي ځواکونو وروسته وویل چې په راپور کې غلطي شوی ده.

تيره اوونۍ لیون پنیتا د امریکا د دفاع وزارت په څوکۍ باندې د کار په وروستۍ ورځ ویلې و، چې د ایتلافي ځواکونو د ارقامو په غلطۍ خواشینی شوې دی.

د ایساف ویاند جیمي ګریبل وایي، په بهرنیو ځواکونو باندې د وسله والو حملو په اړه د امنیت ساتنې د نړېوال مرستندویه ځواک په راپورونو کې به غلطۍ نورې هم زیاتې شي او دا ځکه چې افغان ځواکونو ته د جګړو د ډګرونو او عملیاتو د مشرۍ سپارل د پراخیدو په حال کې دي.

ګریبل هم وایي، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په بهرنیو ځواکونو باندي د طالبانو د حملو سم یا دقیق ارقام به هم خپاره نکړي.

وایي، دا مهال د طالبانو د حملو په سلو کې اتیا په هغو سیمو کې کیږي چې د افغانستان د نفوسو په سلو کې له شلو کم کسان پکې ژوند کوي.

طالب وسله وال د افغانستان له ګڼ نفوسو سیمو څخه په شا تنبول شوي او د هغو سیمو د بیرته نیولو توان نه لري، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې افغانستان ته د امریکا د اضافي عسکرو د رسیدو له امله یي له لاسه ورکړې وې.
XS
SM
MD
LG