ټايمز:
(د افغانستان د وريښمو لار د سوداګرۍ پرمخ پرانيستل کيږي) دا د هغې مقالې عنوان دی، چې ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې خپره کړې ده.
د دې ليکنې په يوې برخې کې لولو ، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به ګډوډۍ پيدا نه شي او د ميليارډونو ډالرو په ارزښت پانګې به دغه هېواد جذب کړي.
په لندن کې د دغې خپريدونکې ورځپاڼې په وينا د هند، ترکيې، چين او د منځنۍ اسيا د هيوادو په ميليارډونو ډالر هغې ورځې ته انتظار دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
دغه پانګوال له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د ناکراريو پيل نه ګڼي، دغه وتل په افغانستان کې د پانګونې لپاره د لارې پرانيستل ګڼي.
د ټايمز ورځپاڼې په وينا د پانګوالو ويره اوس له دې ده چې د بهرنيو ځواکونو برخه حساب نه شي. ورځپاڼه بيا ليکي، په کابل او د ولايتونو په مرکزونو کې د ورځني ژوند حقايق د تاريخ ليکونکو له وړاندوينو سره توپر لري.
ټايمز بيا ليکي، نن په کابل کې له امنيته د ويرې خبرې نه کيږي، هلته د طالبانو د بيا راتګ خبره نه اوريدل کيږي، خو د افغانستان د وريښمو د لارې خبرې ډيرې دي.
د ورځپاڼې په نظر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لپاره نه چمتو کيږي، د کار هڅې کوي او په زده کړو بوخت دي. د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې د منځنۍ اسيا د هيوادو په څير د پرمختګ يو عجيب شوق شته.
ټايمز بيا وړاندې ليکي، نور څوک دې ته زړه نه ښه کوي چې بهرنيان په ګوليو وولي، بمونه پرې واچوي او په ځان وژونکي واسکټ د هغوي هرکلي وکړي.
د ورځپاڼې په باور کوم کسان چې شخړو ته ډير انتظار کوي، ښايي هر ډول انفرادي خشونت هم د خپلو نظرياتو لپاره يو دليل وګڼي، خو په اخره کې به بيا هم ثابته شي چې د دوي فکر سم نه و.
ورځپاڼه بيا څرګندوي چې تاريخي بدلونونه ډير وخت غواړي، نو انتخابات به بشپړ ترسره نه شي، امنيت هم ښايي د نورو جګړو ځپلو هيوادو په څېر ډير ښه نه وي، حکومتداري هم ښايي بې نظمه وي خو نور دغه شيان د خلکو ذهن ډير نه شي مشغولولي.
فارين پاليسي:
خو فارين پاليسي خپرونې بيا د حکومت داري په برخه کې د اداري فساد موضوع څيړلې.
د مقالې ليکوال تامس ريکس ليکي، د تاريخ پوه دګلس الينز د کتابونو لوستلو زما نظر په افغانستان کې د اداري فساد په برخه کې بدل کړ.
د ليکوال په وينا هغه څه ته چې ټول اداري فساد وايي، په حقيقت کې له ۱۸۶۰ کال مخکې هم په حکومتونو کې وو او اوس هم په ځينو هيوادو کې شته.
ريکس وړاندې ليکي، د بريتانيا د امپراطورۍ لويه برخه د رشوت په ورکولو ولاړه وه چې اقتصادپوهان ورته ګروګان شوې پانګونه وايي.
د فارين پاليسي خپرونې په باور هغه زمان له موسسو په دې نيت استفاده کيده چې دغه يا هغه کس شتمن شي او کومې موسسې چې به پاتې شوې هغوي به د ټولو پانګه خپله کړه.