د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۵۳

منصور: ښاري ټرانسپورټي خدمات معیاري کیږي


د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت او د ملي بس تصدي وایي؛ هڅې یې پیل کړي، څو خلکو ته معیاري ټرانسپورټي خدمات برابر کړي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، په هیواد کې د نامناسبه شرایطو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکې وايي، هندوستان ژمنه کړې چې افغانستان ته به "زر" عرادې ښاري بسونه ورکړي.

د دې وزارت چارواکي وايي، د هندوستان د مرستې له رسیدو دمخه یې د ښاري ټرانسپورټ تنظیمولو ته یولړپروګرامونه ترتیب کړي دي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال جاراله منصوري د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، دا ځل هڅې کيږي چې په ښاري ټرانسپورټي خدماتو کې پخوانۍ تجربې تکرار نه شي.

"دا ځل چې لومړی کار کوو، د ملي بس تصدي مدیریتي چارې به دقیقې کړو؛ ورکشاپونه به یې فعال کړو او هغو هیوادونو چې بسونه یې افغانستان ته ورکړي؛ له هغو به د دی موټرو پرزې واخلو او هیواد ته به یې واردې کړو."

ده داهم وویل، سربیره پر هندوستان، جنوبي کوریا هم ژمنه کړې چې د دې هیواد د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم له پروژې سره به مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو وویل؛ که د ملي بس تصدي وتوانیږي، چې له دې فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړي؛ ترراتلونکو دوو کلونو پورې به د هیواد ډېر ښارونه د یوه منظم ښاري ټرانسپورټ لرونکی شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې، له څو کلونو راهیسې د افغانستان په ځینو لوېو ښارونو کې منظم ښاري ټرانسپورټي سیسټم نشته.

کابل ښاریان وايي، د یوه بس راتګ ته مجبور دي چې؛ اوږده شیبه انتظار وکړي:

"زما نوم قسیم دی. یوملي بس ته ساعتونه ساعتونه انتظار په کار دی؛ د ماذیګرله څلورو وروسته خو بیخي نه وي؛ د خلکو مشکلات زیات دي، د ټکسي وس نه لرو او ملي بسونه ورځ په ورځ کمیږي."

د ملي بس تصدي د همدې ستونزې د اوارۍ په مقصد د ټرانسپورټي خدماتو کار کوونکو ته په کابل کې یو "دوه ورځینی" سیمینار پرانست.

د ملي بس د تصدۍ ريیس احمد نذیر رضایي وویل؛ د حکومت د مربوطو ارګانونو په مرسته کولی شي چې؛ ښاریانو ته معیاري ټرانسپورټي خدمات ورسوي.

دی وايي، همدا اوس په سلګونو بسونه چې په وروستیو کلونو کې هندوستان، پاکستان، چاپان او ترکیې دې هېواد ته ورکړي وو؛ د تخنیکې نیمګړتیاو او د پرزه جاتو د نشتوالی له امله له فعالیته لویدلې دي.

راپورونه وايي، مرسته کوونکو هیوادونو د دې بسونو پرزې افغانستان ته نه دي ورکړي؛ د همدې له امله غیرفعال شوي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG