د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

”د ګردېز ښاروال پر اداري فساد ککړ دی”


د پکتيا ولايتي شورا وکيلان، قومي مخور، د ځينو مدني ټولنو استازي د ګردېز په ښاروالي د فساد تور لګوي او وايي، چې د ښاروال د شخصي ګټو له امله په پکتيا کې د لکونو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې بیرته رد شوې دي.

دوی وايي، په ګردېز ښار کې د مرستندويه ادارو له لوري ځينې پراختيايي هغه پروژې چې په ټولو ولايتونو کې يو ډول پلې شوې وې، په ګردېز کې ځکه نه دي پلې شوې چې د ښاروالي اداره په هره پروژه کې ترې د بډو اخيستو غوښتنه کوي.

د پکتيا ولايتي شورا د شکايتونو د کميسون ريس مياخېل ځاځی د ګردېز ښاروال په ادري فساد ککړ بولي وايي، چې د ښاروال شخصي غوښتنو پر اساس په پکتيا کې د مرستندويه ادارو پروژې بیرته رد شوې دي .

نوموړی زياتوي هڅه يې پيل کړې معلومه کړې د مرستندويه ادرو له لوري هغه پروژې چې په ټولو ولايتونو کې يو ډول پلې کېدونکي دي ولې په پکتيا کې نه دي پلې شوې؛ دی دا تور پورې کوي چې د ښاروال د ناغېړئ او شخصي غوښتنې د دې باعث شوې دي چې عام المنفع پروژې پلې نه شي :

”رام پاپ ځکه په پکتيا کې پروژې نه دي پلې کړې چې ښاروالي په فساد کې ښکېله ده او هغوی د کار مانع دي په دې خاطر چې يو څه پيسې پکې ترلاسه کړي”.

د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ډاکټر عالمير ځاځی هم ګردېز ښاروالي په اداري فساد ککړه ګڼي وايي اسناد او شواهد لري چې د شخصي ګټو د ترلاسه کېدو په خاطر په پکتيا کې پروژې نه دي پلې شوې او دوی هڅه کوي چې د کار د څرنګوالي په اړه دواړه لوري ښاروال او رام پاپ مسولين چې ښاروال د خپلې مخې خنډ ګڼي سره مخامخ او ملامت د ولس په استازيتوب څارنوالۍ ته معرفي کړي:

” موږ اسناد او شواهد لرو کوشش کو د دې مسلې له پاره حل لاره پيدا کړو او ملامت لوری څارنوالۍ ته معرفي کړو ځکه دا د پکتياوالو حق دی، يوه اداره بايد د شخصي ګټو له پاره نه وي”.

د ولايتي شورا غړيو او قومي مخورو ترڅنګ د مدني ټولنو فعالين هم ټوله پړه په ښاروالي اچوي وايي چې دښاروالي د بېغوري او نا پامي له امله ټولګټې پروژې په ټپه ولاړ دي.

يو کس چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي د هغو معلوماتو له مخې چې دوی راپيدا کړي د ګردېز ښاروال د لاس لرلو له وجې په پکتيا کې پروژې نه دي پلې شوې او هغه پيسې چې په پکتيا کې د پارک جوړېدو په خاطر منظورې شوې هغه ښايي په څو نږدې ورځو کې د ډونر موسيسې له خوا بېرته وګرځول او په نورو ولايتونو کې مصرف شي :

”موږ معلومات لرو چې ښاروال په دې کې دوه سوه زره امريکايي ډالر غوښتي دي، ځکه د پارک دا پروژه نه ده پلې شوې، که چېرته په دې کې ښاروال د پړې ګوته رام پاپ موسيسې ته نيسي نو مهرباني دې وکړي هغه غوښتنليک پاڼه دې خلکو ته ښکاره کړي چې دوی د اصولو له مخې رام پاپ ته وړاندې کړې او هغوی ورسره مخالفت کړی دی”.

نوموړی دا هم وويل چې ښاروال خپل قراردادي شرکت لري او غواړي هغه ته دغه پروژه ترلاسه کړي او خپلې پيسې پکې وګټي خو رام پاپ اداره د خپل مسوليت له مخې پروژې هر هغه چاته ورکوي چې د پروژې اخيستو په ورځ څوک ګټونکي اعلان کړي د ده په خبره ځکه په ګردېز کې د لکونو ډالرو د پارک دا پروژه په ټپه ولاړه ده او په نږدې ورځو کې به يې د ښاروال د بېغورۍ له امله پيسې يو اېس ای ډي (USID) ته وګرځول شي.

د مدني ټولنو فعالين د پارکونو نشتوالی يوه لويه نمګړتيا ګڼي وايي په ټوله پکتيا کې داسې پارک نشته چې خلک ورشي او هلته دمه وکړي او يا د ناستې محيط وي، په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې مشر ډاکټر نعيم احمدزی ښاروال په بې کيفايتي تورنوي وايي چې په تېرو اتو نهو کلونو کې د ګردېز ښاروالی د ښاري ښکلا او يا ښار پراختيا په برخه کې هېڅ ډول کار نه دی کړی:

”ګردېز ښاروال په تېرو اتو نهو کالونو کې هېڅ کار نه دی کړی، پارک نشته، په ښار کې د پاکو اوبو سيسټم نشته هغه پروژې چې مرستندويه ادارې يې غواړي ترسره کړي چې د ښاروال ګټه نه وي پکې هېڅوک نشي کولی هغه پروژه پلې کړي”.

د ولايتي شورا د وکيلانو مدني ټولنو فعالينو دغه تورونه چې ښاروال په فساد کې ښکېل دی ردوي وايي د پارک پروژه يې د رام پاپ ادارې د ستونزو له امله نه ده پلې کړې.
ګردېز ښاروال انجنر اغا محمد سيدي پړه په رام پاپ ادارې اچوي وايي چې د هغوی د نا پامۍ له امله پروژې نه دي پلې شوې :

” زه څو وارې د رام پاپ ادارې ته ورغلی يم او مشکل او ورته ويلي مې دي چې پروژه بايد دوی پلې کړي د هغوی د ستونزو له وجې پاتې ده، موږ هلې ځلې کړي دي خو پاتې دي، زه نه پوهېږم چې دوی ولې دا او نورې پروژه ځنډولې ده”.

د ښاروال د خبرو په اړه موږ هڅه وکړه چې د رام پاپ ادارې د مسولو کسانو غږ ترلاسه کړو خو ونه توانيدو خو د رام پاپ ادارې يو کس چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پړه په ګردېز ښاروال واچوله ويې ويل په ټولو ولايتونو کې بايد په يو ډول پيسې د مرستندويه ادارې له لوري ولګول شي خو د ګردېز ښاروال د نا مشروع غوښتنو له وجې دا پيسې نه دي لګول شوې:

”په ښرنه کې يې تر يو ميلون امريکايي ډالرو پروژې رام پاپ سرته رسولې دي،په ګردېز کې د ښاروال د بې کيفايتۍ له وجې ۲۱۷۳۹۲ امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې، په خوست او ګردېز کې هم تر ميلون پيسې لګول شوې دي”.

نوموړی کس دا هم زياتوي چې که چېرته رام پاپ ادارې ته په پکتيا کې مشکل نه وی جوړ شوی ښايي په راتلونکي کال کې يې تر دې لوړې پروژې پلې کړې وی.

په ښاروال د فساد دغه تورونه په داسې حال کې لګيږي چې په پکتيا کې د پاکو اوبو د سيستم،پارکونو،پارکېنګونو نشتوالی او د ښار ککړتيا تر ټولو سترې ستونزې دي چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او د ګردېز ښاروالي په تېرو څو کالونو کې په دې نه ده توانېدلې چې د ښار پراختيا ته پام وکړي.

راپور- داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG