د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۰

"پاکستان دې د تروریستي شبکو د له منځه وړلو لپاره هڅې زیاتې کړي"


د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي، چې د پاکستان سیاسي او مذهبي کړۍ د افغانستان پر ضد د ناوړو څرګندونو پرځای باید په هغه هېواد کې د تروریستي شبکو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي.

اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ په یوې ځانګړې مرکې کې ازادي راډیو ته وویل، چې د دې تروریستي شبکو فعالیتونه د ناټو د غړیو هېوادونو لپاره یوه لویه اندیښنه ده:

"کله چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د تروریستي شبکو د فعالیت او د دوی د پټن ځایونو مساله مطرح کیږي، نو لکه څنګه چې افغانان ورته اندیښمن دي، موږ یې هم اندیښمن کړي یو.

موږ به زیار وباسو، چې د پاکستان حکومت او پوځ دې ته وهڅوو، چې په سرحدي سیمو کې دغه شبکې له منځه یوسي".


افغان چارواکو هم تل ټینګار کړی، چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده بلکې د تروریزم د له مینځه وړلو لپاره باید له افغانستان څخه بهر د هغوی مرکزونه ویجاړ شي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز د پاکستان د علماوو شورا د رییس څرګندونې چې ویلي یی دي په افغانستان کې ځان وژونکې حملې روا دي په ټینګه وغندلې.

هغه وویل، چې د پاکستان پوځیان او مذهبي سازمانونه باید د دې خبرو پرځای د خپل ګاونډي هیواد افغانستان د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.

ښاغلی راسموسن له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه وویل، چې دا هېواد د ودې او پرمختګ پر لور روان دی.

ده ټینګار وکړ، چې ناټو به پرې نږدي چې افغانستان یو ځل بیا له جګړو او ستونزو سره مخامخ شي:

"کله چې موږ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوو، نو افغانستان ته د درې لکه او دوه پنځوس زره په شمیر پياوړی افغان ځواک پریږدو.

دغو ځواکونو به ښه روزنه ترلاسه کړې وې او زما په فکر وبه کړای شي چې د ټول هیواد امنیتي چارې کنټرول کړي.

که د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان فکر کوي چې د بهرنیانو له وتو وروسته به بیرته دې هیواد ته راشي، دا یوه بې ځآیه محاسبه ده".


د افغان چارواکو او ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د شوي تړون پر اساس ټاکل شوې ده، بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه ووځي.

خو د ناټو عمومي منشي وایی چې یوشمیر نړیوال ځواکونه به د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورو د ورکولو لپاره له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه وروسته هم په دې هیواد کې پاتې شي.

اندرس فوګ راسموسن وویل چې نړیواله ټولنه به افغانستان یوازې پرې نږدي او له دې هیواد سره به د کړیو ژمنو له مخې د اوږدې مودې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG