د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۴۲

"په افغانستان کې مې ځان وژونکي بریدونه روا نه دي بللي"


د پاکستان دعلماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي دځينې رسنیو له خوا خپاره شوي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې ده افغانستان اشغال شوی هیواد او ځانمرګي بریدونه يې روا بللي دي.

د افغانستان ځينې رسنیو ادعاکړې، چې نوموړي په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا بللي او د هغو ملاتړ يې کړی.

مولانا اشرفي دیکشنبې په ورځ له ازادۍ راډيوسره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د ځانمرګو بریدونو په باب د دوی دریځ څرګند دی او زیاته يې کړه، چې د ده خبرې ناسمې او برعکس تعبیر شوې دي:

”د پاکستان د دیني عالمانو شورا، چې زه یې مشري پرغاړه لرم ان پر ۲۰۰۲م میلادي کال دیوې فتوا په صادرولو سره ځانمرګي بریدونه او د بېګناه انسانانو وژنې حرامې او نا روا بللي دي.

نن هم موږ پر همدې خبره ټینګ ولاړ یو او وایو چې د بې ګناه انسانانو وژل هغه که مسلمان وي یا کافر هیڅ جواز نه لري. دوی ادعا کړې چې ګواکې ماپه افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا بللي، خو زه به دومره ووایم چې پر دروغجنو دې دخدای لعنت وي”

مولانا اشرفي همداراز وايي، چې ده د جهاد د فرضیت او اصولو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې کله کوم اسلامي هیواد د کفارو له خوا په زور ونیول شي نو پر اوسیدونکیو يې جهاد فرضیږي، خو زیاتوي چې دفساد اوجهاد ترمنځ ښکاره توپیرموجود دی، چې هیڅوک پرې سترګې نه شي پټولی.

د سولې ګډه غونډه

مولانا طاهر اشرفي تیره میلادي میاشت په اسلام اباد کې دافغانستان دعلماوو شورا له هیئت سره په کتنه کې په کابل کې جوړیدونکي دیني عالمانو کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه خو یواځې څو ورځې وروسته له خپلې خبرې پرشا شو.

افغانان دهغه دې کار ته دشک په نظر ګوري، خو مولانا بیا ټوله ملامتي پر افغان علماوو اچوي او وايي، چې دسولې او روغې جوړې لپاره ټاکلې اجنډا نه لري ځکه نو دوی له دې کنفرانسه بایکاټ اعلان کړی:

”یوځل څه چې سل وارې به کابل ته لاړ شو خو اصل خبره داده چې ددې کنفرانس لپاره باید تر هرڅه وړاندې یوه کره اجنډا موجوده وي، ځکه چې موږ دسولې او روغې جوړې خبرو کوو. خو که دکنفرانس مقصد فتوا ورکول، دیوه لوري په ګټه او دبل په زیان خبرې کول وي نو نه غواړو چې دسولې بهیر له لا ډيرو خنډونو سره مخ او ناکام شي”

د افغانستان یوشمیر دیني عالمانو، دچارو څيړونکیو او رسنیو د مولانا اشرفي دغه څرګندونې چې ګواکې په افغانستان کې دروانې جګړې ملاتړ کوي غندلي دي او هغه يې ددې هیواد د استخباراتي ادارو نظر بللی.

بلخوا مولانا ګیله کوي، چې افغان علماء او دچارو څیړونکي باید اصل حقیقت معلوم کړي او بیا خپل نظر ورکړي، ځکه چې دده په خبره دا ډول منفي خبرې دسولې پروسې، د دواړو هیوادونو او ولسونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی شي :

”افغانستان یو خپلواک هیواد دی، موږ په افغانستان کې د پاکستان او په پاکستان کې د افغانستان مداخلې روا نه ګڼو او نه مو کله هم ورته ښه ویلي. د دواړو هیوادونو امنيت له یوبل سره تړلی دی، نو راځئ چې دګیلو شکوو پرځای په ګډه دسولې او ثبات لپاره کار وکړو، هغه عوامل په ګوته او حل لارې یې ولټوو چې په سیمه کې د ناامنیو او ترهګرۍ سبب شوي”

د چارو څيړونکي د افغانستان په سوله او ثبا ت کې د پاکستان په تیره ددې هیواد ددیني عالمانو رول مهم بولي او وايي، چې دغه ډول څرګندونې او راپورونه به دسولې بهیر له خنډ سره مخ کړي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG