د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم سریلانکا ته ماته ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د آسیا په چلینج کپ لوبو کې لومړۍ لوبه له سریلانکا وګټله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي په دې لوبه کې چې نن (شنبه) وشوه افغانستان په یوه ګول سریلانکا ته ماته ورکړه او په دریو امتیازونو یې ددې سیالیو په سي ګروپ کې لومړی ځای خپل کړ.

افغانستان د لوبې د لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې د بلال آرزو په یواځیني ګول سره د آسیا په چلینج کپ فوټبال لوبو کې د جدول لومړۍ لیکه خپله کړه.

د فوټبال فدارسیون چارواکي وايي افغانستان د سریلانکا په څیر یوه تکړه ټیم ته چې په وار وار یې نورو ټیمونو ته ماتې ورکړي په یوه ګول خپله لومړۍ لوبه وګټله.

دفوټبال فدراسیون ډایرکټرتخنیک طاهررووفي آزادي راډيو ته وویل افغانستان په دې لوبې سره درې مهم امتیازونه خپل کړل او تمه ده مخکینیو تیاریو ته په پام سره بله لوبه هم وګټي.

"ډېره ښکلې مسابقه وه درې امتیاز مو نیاز درلود هغه مو واخیستل د ګروپ په سر کې مونږه راغلو.انشالله سبا نه بل سبا له منګولیا سره هم مسابقه ده چې دغې مسابقې مونږ ته دا مورال راکړی چې هغه لوبه هم وګټو."

افغانستان به د آسیا په چلینج کپ لوبو کې د ګروپي دور لپاره له منګولیا او کوربه لاووس سره هم یوه یوه لوبه وکړي.
ځینې افغان ځوانان چې دا لوبه یې د ټلویزیون په پرده کتلې له افغان ټیم څخه ډېر خوښ دي او وايي چې داسې بریاوې به د افغانستان د فوټبال راتلونکي ته یو ښه زیری وي.
د کابل څو ځوانان په دې اړه داسې وايي:

"۱ - زما نوم احمدصمیم دا ډېره ښه لوبه وه افغانستان وکولای شول سریلانکا ته یو په صفر شکست ورکړي. مونږه په دې اطمینان لرو چې په بله لوبه کې منګولیا ته بهتر د دې په ښو ډېرو ګولو ماته ورکړو

۲- زما نوم ناظم حسین دی افغانستان نن ډېره ښه لوبه وکړه.انشالله چې افغانستان ټیم ښه پوخ دی او دا لوبه به وګټي آل دې بیسټ."


د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي د آسیا چلینج کپ سیالۍ سږ کال د لاووس په کوربه توب پیل شوي چې پکې شلو ټیمونو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې.

د افغان لوبغاړو درویشت کسیزه ګروپ چې مشري یې یوسف کارګر په غاړه لري د آسیا چلینج کپ سیالیو ته له مخکې په متحده عربي اماراتو او کابل کې تمریني کمپونه لګولي وو.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG