د افغانستان د مالیې وزارت مسئولین وايي د دې پروژې پر اساس به د سارباغ چینې څخه د ایبک تر ښار پوري د څښلو د پاکو اوبو ۳۸ کیلو متره پیپ وغزول سي.
ددې پروژې تړون د شنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان د اوبو رسولو او کانالیزسیون د لوی ریاست او د عمران هولډینګ ګروپ په نوم د یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک سو.
د اوبو رسولو او کانالیزسیون رئیس انجینیر داد محمد بهیر ددې تړون د لاسلیک کولو پر مهال ازادۍ راډیو ته وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به د ایبک ښار ۹۰ زرو اوسېدونکو ته د څښلو اوبه ورسیږي.
د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د اوبو رسولو پروژه نژدې 9 میلیونه ډالره لګښت لري، چې افغان حکومت یې له خپلي بودجې څخه ورکوي.
ټاکل سوې چې دغه پروژه په راتلوونکو دوو کلونو کي بشپړه سي او نوي زرو کسانو ته د څښلو پاکي اوبه ورسیږي.
د اوبو رسولو او کانالیزسیون ریاست د معلوماتو له مخي د ایبک ښار د اوسېدونکو لویه ستونزه د پاکو اوبو نه درلودل دي، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه تره یوه حده حل سي.
خو د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کي هم خلک د څښلو د پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت کوي او وایی چې د دوی دې ستونزې ته هم باید پام وشي.
راپور: معصوم میوند- کابل