د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ څه باندې زر تنه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې د خپلو نقدي جریمو د نه ورکولو له امله لا هم نه دي آزاد شوي.
د څرخي پله په زندان کې ګڼ شمیر بندیان شکایت کوي؛ چې د دوی پر دوسیو پر وخت او سمه توګه غور نه کیږي.
د محابسو او توقیف ځایونو عمومي ریاست وایي، چې د ولسمشرکرزي له حکم سره سم د بندیانو د دوسیو څیړل په جدي توګه پیل شوي دي.
د محابسو او توقیف ځایونو مشر جنرال امیر محمد جمشید د شنبې په ورځ آزادۍ رآډیو ته وویل؛ چې یو شمیر بندیان چې د بند مودې یې پوره شوې او لا هم په زندان کې دي؛ د مخدره موادو د قاچاق په تړاو بندیان شوي دي.
دی وایي، پردغو بندیانود بند له مودې سربیره یوه اندازه نقدي جریمه هم راغلې؛ چې د جنرال جمشید په خبره لا تر اوسه د دوی نه ده ورکړې.
امیر محمد جمشید وایي، چې د کابو یو نیم زر بندیانو پر دوسیو څیړنې روانې دي او د هغو بندیانو دوسیې بیرته عدلي او قضایی ارګانونو ته استول کیږي؛ چې د بند موده یې پوره شوې خو خپلې نقدي جریمې یې نه دي ورکړي:
"داسې نه ده چې دا ټول یونیم زر کسان دې خوشې کیدو ته انتظار وباسي.
دا یو نیم زر کسان جریمه شوي، چې د ځینو یې پوره شوې دوسیې یې څیړل کیږي او خوشې کیږي او هغو چې نه ده ورکړې د خپل حبس موده تیروي.
د جریمې په برخه کې نور اړونده ارګانونه پریکړه کوي یا به خپل جایدادونه خرڅوي، یا که په بانکونو کې پیسې لري، هغه اخلي او یا هم کومه بله د حل لاره ورته پیدا کوي."
د کورنیو چارو وزیر د ولسمشر کرزي په مشرۍ په وروستۍ عدلي او قضایي غونډه کې ویلي؛ چې څه باندې زر تنه بندیان چې د بند مودې یې پوره شوې له دې امله لا هم په بند کې شپې سبا کوي؛ چې خپلې نقدي جریمې یې نه دي ورکړي.
د جمهوري ریاست له خوا په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې ولسمشر کرزي اړوندو ارګانونو ته دنده سپارلې؛ چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د ټولو بندیانو دوسیې وڅیړي او نتیجه یې ولسمشر ته وړاندې کړي.
د کابل په څرخي پله زندان کې یو شمیر بندیان هم له دې ه امله شکایت کوي؛ چې د بند مودې یې پوره شوې خو لا هم په زندان کې شپې او ورځې تیروي.
دوو تنو زندانیانو آزادۍ راډيو سره په مرکې کې وویل؛ چې د دوی دوسیو ته په وخت رسیدګي نه کیږي.
د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو عمومي مشر وایي؛ چې په تیره یوه نیمه میاشت کې د شپږ نیم زرو بندیانو دوسیې څیړل شوي چې د درې زرو یې برخلیک معلوم شویدی.
امیر محمد جمشید همدا راز وایي، چې د دې زندانیانو له ډلې نه دوه نیم سوه تنه یې آزاد شوي هم دي.
د رپوټونو له مخې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې څه کابو پنځه ویشت زره کسان بندیان دي چې سلګونه تنه یې ښځې دي.
راپور: جمیله ظریف