د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۲

خوستوال: د هوايي ډګر پاتې کار دې بشپړ شي


د خوست ځايي چارواکي وايي،له تیرو دوو کلونو راهیسې د خوست نوي هوايي ډګر جوړيدو ته دملي شورا له خوا بودجه منظوريږي، خو د نا معلومو دلايلو له امله يې تر اوسه پروژې په قرارداد نه دي ورکړل شوي .

په ورته وخت کې د پارلمان يو شمیر وکيلان وايي، چې د خوست هوايي ډګردکار په ځنډیدو کې دافغان حکومت ځيني چارواکي لاس لري او غواړي دا قراردادونه د دوی شخصي شرکتونه ترلاسه کړي .


دوه کاله وړاندې د خوست سویل لويديز ته د اسماعيل خیلو او تڼیو ولسوالیو سلګونه جريبه ځمکه دهوايي ډګر دجوړیدو لپاره دزورواکو او قومي خلکو له غصب خلاصه شوه او د خوست خلکو د مکررو غوښتنو وروسته د نوي هوايي ډګر دجوړیدو چارې پکې پيل شوې. دنوموړي هوايي ډګر له سیمې څخه ،چې دخوست ولایت یوشمیر ملکي او پوځي چارواکیو او دولسي جرګې غړیو کتنه کوله،خوست والي عبدالجبار نعيمي وویل، د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دې هوايي ډګرڅخه محوطه راتاو شوې، خو د تیرو دوو کلونو دپروژو لپاره منظوره شوې بودجه په قرارداد نه ده ورکړل شوې.

نوموړى غوښتنه کوي، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت دې نور يوه او پلمه پريږدي او د خوست هوايي ډګر لپاره دې، په نوي منظوره شوي نهه ميليونه ډالر بودجه ژر کار پيل کړي.

په ولسي جرګه د خوست خلکو استازي میربات خان منګل وویل ، چې په خوست کې د دې بنسټيزې پروژې پر وړاندې ځينې کړۍ،چې غواړي پکې خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي په لوی لاس خنډونه جوړي او آن د ولسمشر لومړی مرستيال مارشال فهيم هم په دې ستونزو کې لاس لري.

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا استازی مرادخان منګل ګواښ کوي، که تر نوي لمریز کاله د خوست د هوايي ډګر د نويو پروژو چارې پيل نه شي، نو دوى به د احتجاج په بڼه په مظاهرو لاس پورې کړي او خپل غږ به تر ولسمشره ورسوي.

قومي مشر حاجي منډایر هم وايي ،چې دهغه چا پر وړاندې به چوپ خوله نه پاتې کیږي ،چې دهوايي ډګر کار ځنډوي.

دخوست چارواکي او اوسیدونکي داسې مهال دهوايي ډګر په کار کې دځنډ له امله غږ پورته کوي،چې دامهال دیاد ولایت په لسګونو زره مسافر په عربي هیوادونو کې کار او مزدوري کوي

. یاده دې وي ، چې خوست پخوا دوه هوايي ډګرونه درلودل ،چې د طالبانو دواکمنۍ پرمهال اریانا هوايي شرکت پکې په اونۍ کې دوه ځلې پروازونه درلودل، خو له وروستیو لسو کلونونوموړي ډګرونه لدې کبله دملکي پروازونو پروړاندې بند دي،چې په دې دواړو هوايي ډګرونو کې دنړيوالو ځواکونو پوځي اډې جوړې شوي دي.

خبریال/نجیب الله الوخیل خوست
XS
SM
MD
LG