متحدوایالاتو د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د وړو جنګي الوتکو د پېرودلو قرارداد له یوې برازیلۍ کمپنۍ سره لاسلیک کړی.
د دې قرارداد له مخې دا کمپنۍ او امریکايی شریک شرکت به یې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره شل سوپرتوکانو ډوله جنګلي الوتکې برابروي.
د اېمبرایر Embraer په نوم د الوتکو د تولید برازیلۍ فابریکې پرون اعلان وکړ؛ چې د اې ټي نه ویشت سوپرتوکانو AT-29 Super Tucano ډوله الوتکو قرارداد یې له یوې سیالې امریکايي کمپنۍ څخه په مزایده کې وګاټه.
اېمبرایر کمپنۍ وايي، د دې قرارداد له مخې به د 427 میلیونه ډالرو په ارزښت شل الوتکې له خپل یوه امریکايي شریک شرکت سره په ګډه په فلوریډا کې تولید کړي.
د اېمبرایر د شریک امریکايي شرکت سیرانېوادا Sierra Nevada مرستیال مشر تاکوګېلبرت Taco Gilbert پرون وویل، اې ټي ۲۹ سوپرتوکانو الوتکې چې د هدف په تعقیب کې یې ښه نوم ګټلی، دقیقا هماغه څه دي چې د افغانستان هوايي ځواکونه اړتیا ورته لري.
سوپرتوکانو الوتکې په یو سیټه او دوه سیټه ډولونو سره تولیدېږي او د بمبارۍ یا کشفي عملیاتو پرمهال یو ماشیندار او څو ډوله بمونه او میزایلونه پکې ځای پرځای کېدای شي.
د دې الوتکو لومړنی قرارداد هم د 355 میلیونه ډالرو په ارزښت د 2011 کال په ډسمبر کې اېمبرایر او سیرانېوادا شرکتونو ترلاسه کړی و خو د دوی د یوې سیالې امریکایۍ کمپنۍ د دعوې له وجې د امریکا د هوايي ځواکونو له خوا دوه میاشتې وروسته فسخ شو.
په پام کې ده چې د نړیوال ائتلاف محاربوي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ووځي، خو په داسې حال کې چې هغې نېټې ته ډېر وخت نه دی پاتې، افغان پوځ لاهم هوايي ځواک نلري.
افغان چارواکو په واروار له خپلو لویدیځو متحدانو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کړي څو وکولای شي چې په راتلونکي کې د نړیوالو له مرستې پرته په یوازې ځان خپله دفاع وکړي. ولسمشرحامدکرزي وویل چې واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې یې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې ګټورې وې.
د افغانستان هوايي ځواکونو په دودیز ډول روسۍ الوتکې لرلې، خو د دې شلو الوتکو له سپارلو وروسته به د افغانستان په جګړو کې د لومړي ځل لپاره له برازیلي الوتکو څخه هم کار واخیستل شي.