د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ایسا له نړېوالې ټولنې څخه دوه میلیونه ډالره وغوښتل



د آیسا مشر وفي الله افتخار ډاډ
د آیسا مشر وفي الله افتخار ډاډ
په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره وایي، که چیرې نړېواله ټولنه د دوی پلان شویو پروژو ته پیسې ورکړي نو شااوخوا دوه لکه افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له نړېوالو مرسته کوونکو سره یوه ګډه غونډه جوړه کړې وه او خپلې درې کلنې پروژې یې د پانګونې د جذب په هدف هغوی ته معرفي کړې.

د آیسا مشر وفي الله افتخار ډاډ څرګند کړ چې مرسته کوونکي هیوادونه به د دوی د دوه سوه میلیونه ډالره مرستو غوښتنې ته د هو ځواب ورکړي:

(دا یوه زمینه وه چې ټول مونږ را وغوښتل او خپله عمومي دوه کلنه او درې کلنه برنامه مو ورته وړاندې کړه.

د سکتور خصوصي د رشد لپاره، د پانګونې د جذب په موخه زمونږ برنامې دي، د صنایعو د تشویق لپاره زمونږ بعضې برنامې دي، د داخلي تولیداتو د خریداري او ذهنیت سازي لپاره برنامې دي، د خصوصي سکتور د ظرفیت سازي لپاره زمونږ برنامې دي، ځکه دغه سکتور په بعضې ساحو تخنیکي مرستې ته اړتیا لري.)

نوموړی زیاته کړه چې له دې وروسته ددې ادارې ډیره پاملرنه په هیواد کې د صنعتي پارکونو جوړیدو ته ده، او وایي چې له دې سره به د پانګوالو اساسي ستونزه هم هواره شي.

د آیسا اداره دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې دا مهال اکثره صنعتي فابریکې په غیر معیاري ځایونو کې فعالیت کوي.

ددې ادارې مشر وفي الله افتخار وایي چې په هیواد کې ورځ تربلې د پانګوالو ستونزې کمیږي او دوی د ۲۰۱۴ له رارسیدو او له هغه وروسته هیڅ ویره نه لري:

(ترکومه ځایه چې مونږ له سوداګرو اوریدلي اساسي ستونزه د ځمکو، صنعتي پارکونو او حمایوي پالیسۍ نشتوالی دی، خو له نیکه مرغه دامهال حکومت له پانګونې څخه خپله حمایوي پالیسي پيل کړې.

زمونږ ډیره پاملرنه هم صنعتي پارکونو ته ده، مونږ نږدې پنځلس سوه هکتاره ځمکه په مرکز او ولایتونو کې صنعتي پارکونو ته ځآنګړې کړې ده.)

د ایسا ادارې له دې وړاندې هم د پانګونې د کچې د زیاتیدو خبرې کړي دي، خو داسې راپورونه موجود دي چې یو شمیر تولیدي فابریکې او شرکتونه د مناسب ځای، بریښنا او نورو اسانتیاوو د نه لرلو له امله له فعالیته ولیدلي دي.

د ایسا ادارې مشرهم ازادي راډیو ته تاییدکړه چې دوی ۲۷ زره کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي، خو وایي چې څلویښت فیصدو یې هیڅ فعالیت نه دی کړی.

راپور : اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG