چک هیګل د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع د وزیر د دندې لوړه پر ځای کړه او د جمهور رئیس اوباما د ادارې دا سخته دنده یي تر غاړې شوه.
هیګل وویل، د لوړې په مراسمو کې په مستقیم ډول د افغانستان یادونه ونه کړه، خو دایي وویل، چې د روان کال په پای کې به ۳۴ زره امریکایي عسکر وطن ته ستانه شي.
چک هیګل د امریکا د دفاع وزیر په توګه د لوړې پرځای کولو وروسته د دې وزارت کارکوونکو ته د ځان ور پيژندنې پر مهال وویل، دا فرصت یي په تواضع سره منلی او بدلونونو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سنا کې د دفاع وزیر په څوکۍ باندې د هیګل د تائید پر مهال یو شمېر سناتورانو د ده د وړتیا او په دغې حساسې دندې کې د ده د ثبات په اړه پوښتنې مطرح کړې وې او داسې استدلال یي کاوه چې هیګل پوځي کرکتر نه لري.
چک هیګل د دفاع وزارت کارکوونکو ته وویل: زه به صادق اوسم، مستقیم عمل به کوم او له تاسو نه هم همداسې غواړم.
د امریکا د دفاع نوي وزیر د پنتاګون په بودجې کې د ۴۶ میلیاردو ډالرو د کمښت په ګډون، د بودجې د کمیدو په اړه چې د جمعې په ورځ به په اتوماتیک ډول عملې شي، وویل: دا یو واقعیت دی او موږ ورته باید ځانونه چمتو کړو.
چک هیګل د دفاع وزارت کارکوونکو ته د نړېوالو مسالو په اړه وویل:
"موږ نړۍ نشو دیکته کولای، خو له نړۍ سره باید ښکیل و اوسو. موږ باید له خپلو متحدانو سره پرمخ ولاړ شو. په دې خونه کې هر سړی پوهیږي چې متحدان څوک دي؟ دا د ډیر اهمیت وړ مساله ده.
هیڅ هیواد، د امریکا په څير ستر هېواد هم دا کار په یوازې ځان نشي کولای.
موږ چې کوم غښتلې اړیکې ټینګ کړې، ساتلو ته یي باید دوام ورکړو."
چک هیګل په خاص ډول د افغانستان مسله یاده نه کړه، خو دومره یي وویل چې د روان کال په پای کې به ۳۴ زره امریکایي عسکر وطن ته ستانه شي.
ده زیاته کړه، مونږ چې د یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې شخړې پاڼه اړوو، باید راتلونکو ګواښونو او چیلنجونو ته زیات پام وکړو. ده دغه راز د ناتو په څیر اتحاد پر اهمیت باندي ټینګار وکړ.