د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نشه يي توکو روږدو ته ته د یو نوی روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.
که څه هم په افغانستان کې له هڅو سره سره، په مخدرو موادو د روږدو شمېر کم شوی نه دی، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د مخدرو موادو روږدو ته یي د یو نوي روزنیز پروګرام د پیلولو تصمیم نیولی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا یو روزنیز پروګرام دی؛ چې په کابل کې به پیل او په یوه کال کې به په مخدرو موادو"دوه سوه" روږدي وروزي.
د دې پروګرام د پرمخ بیولو تړون د میرمن افضلي او د افغانستان بلجیم د همکاری د موسسې د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
میرمن افضلي د پروګرام د جزئیاتو په هکله وویل:
"دا پروګرام به په کابل کې په مخدرو موادو دوه سوه روږدي په مختلفو برخو کې وروزي، په دې پروګرام کې به هغه روږدي شامل شي؛ چې دا مواد د ستنو له لارې کاروي.
په پروګرام خیاطی، ګلدوزي، د موتر د ماشین، د موبایلونو ترمیم او داسې نور شامل دي او په کال کې پای ته ورسیږي."
ددې روزنیز پروګرام مالی امکانات نړېوال بانک برابر کړی دی.
په افغانستان کې په مخدرو موادو د ځوانانو روږدیدل په یوې لویې ستونزې اوښتی او سره له دې چې مخنیوي ته يي په لسګونو دولتي او غیر دولتي مسلکي مرکزونه هڅې کوي، خو یاده ستونزه نه یوازې دا چې کمه شوې نه ده بلکې له یوې ورځې نه بلې ته پراخیږي.
خلک وایي، د مخدروموادو اکثره روږدي له درملنې وروسته لیدل شوي چې بیرته یې د دې موادو کارولو ته مخه کړې ده.
د چارو پوهان وایي، په هېواد کې د کار موندنې پراخې پروژې کولای شي، چې دا ستونزه کمه کړي.
ډاکتر محمدامان روفي يي په اړه وايي:
"کوم خدمات چې په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې دوي ته رسیږي، له مرکز نه بهر ورته نه برابریږي، بله ستونزه د بیکاری ده که دوی ته کار پیدا او بوخت شي، له مخدرو موادو لاس اخلي.
اقتصادي ستونزې او ناوړه چاپیریال هم یوعلت دی، چې له مخدرو موادو رغیدلي، بیرته د دې موادو کارولو ته اړ باسي."
اوس مهال د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې په مخدرو موادو د روږدو د درملنې یو شمېر روغتونونه شته خو خلک وایي، چې په هېواد کې د موجوده روږدو لپاره کافي نه دي.
د ملګرو ملتو یو راپور وایي، په افغانستان کې په مخدرو موادو د روږدو شمېر یو میلیون ته رسیدلی، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
کار پوهان دا هم وایي، د دې ستونزې کمولو ته جاري ستونزې هم بسیا نه دي او دولت ته پکار ده، په دې برخه کې هم خپله هڅې وکړې او هم د نړېوالې ټولنې مرستې جلب کړي.
راپور: خان محمد "سیند"