په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامولو کچه لوړه شوې او دې مسالې د هېواد دننه او بهر ډیرې اندیښننې پیدا کړي دي.
که څه هم تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نه ده، چې ایران د ۱۳۹۱ ه ل کال په جریان کې څومره افغانان اعدام کړي، خو راپورونه وایي چې یوازې د تخار په کلفګام ولسوالۍ کې له دوو اونیو راهیسې لس تنه اعدام شوي افغانان خاورو ته سپارل شوي دي.
د دغې ولسوالۍ اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل، په تیرو شپږو میاشتو کې اتیا تنه اعدام شوي افغانان له ایران څخه راوړي او دلته یې خارو ته سپارلي.
د وزیرانو شورا د دوشنبې ورځې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د شورا سلاکار ته دنده وسپارل شوه چې دغه موضوع د سیاسي هڅو له لارې تعقیب او حل لاره ورته پیدا کړي.
پوښتنې دا دي، چې د افغان حکومت له هڅو سره سره ولې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ نه درول کیږي؟
افغان حکومت د دې مسالې د مخنیوي لپاره نور کوم اقدامات وکړي او د ایران هدف او انګیزه څه ده چې د افغانانو اعدامولو ته دوام ورکوي.
دې او ځینو نورو پوښتنو ته به زموږ درانه میلمانه ځوابونه ووایي:
راسره میلمانه دي :
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ډآکتر فاروق بشر.
د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر ډاکتر زلمی زابلی
او سیاسي کتونکی میرویس عمرخیل.
غوښتل مو په دې بحث کې د حکومت د رسنیو د مرکز یو استازی هم برخه واخلي، خو هغوي په دې بحث کې ګډون ونه کړ.
د دې اونۍ د بحث کوربه مو اسدالله لودین دی.