د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۸

یوناما له طالبانو سره د څه لپاره خبرې کول غواړي؟


د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ خپلې لیکنې او تبصرې د یوناما او طالبانو ترمنځ خبرو ته ځانګړې کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې پوښتنه کړې، چې یوناما له طالبانو سره د څه لپاره خبرې کول غواړي؟

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د دوشنبې په ورځ د بشري حقونو په اړه په ګټورو خبرو کې د ښکېلتیا لپاره د یوې بلنې په توګه د طالبانو د بیانیې هرکلۍ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، یوناما د طالبانو د هغه پرانیستي لیک قدر داني کړې، چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپوټ په غبرګون کې د فبرورۍ په ۲۲ خپور شوی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي طالبانو پر یوناما نیوکه وکړه، چې په خپل راپوټ کې یې د شوو ادعاوو د ثابتولو لپاره نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، که څه هم له یوناما سره د طالبانو خبرې د هغوي په ګټه دي، خو داسې نه ښکاري چې طالبان دې دا خبرې وکړي.

د سرمقالې د لیکونکي په اند ‌طالبان پوهیږي، چې دغه خبرې به دوي د ملکي تلفاتو په اړه مسوولیتونه ته راوبولي او په لارو او سړکونو کې به یې د بمونو له اېښودلو منع کړي.

د لیکوال په باورطالبان هیڅکه هم نه غواړي د بمونو له اېښودلو لاس په سرشي، ځکه د بمونو اېښودل د طالبانو د جګړې مهم تکتیک.

د سرمقالې لیکوال په پای یادونه کړې له دې ننګونو د طالبانو د خلاصي یوازنۍ لار به په رښتینې معنا د سولې له پروسې سره د دوي یو ځای کېدل او سولې د خبرو پیلول وي.

ویسا:

وېسا خپلواکې ورځپاڼې د یوناما له خولې لیکلي چمتو یوو له طالبانو سره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خبرې وکړو.

ورځپاڼې لیکي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی دی.

ملي ارمان:

بلې خپلواکې ورځپاننې ملي ارمان لیکلي له یوناما سره په خواکې د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم د طالبانو د دې پرانیستي لیک هرکلۍ کړی دی.

ورځپانه وړاندې لیکي، د افغانستان د بشري حقونو سازمان دغه د طالبانو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې د کموالي لپاره یو نیک قدم ګڼي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG