د لوګر ښاروالۍ مسولين وايي، چې په راتلونکي کال کې به د پل عالم ښار د پراختيا له پاره ۲۸ ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي.
دغه خبره د لوګر ښاروال انجنیر احمدخان الفت د دې ولايت له قومي مخورو او مشرانو سره په وربلل شوې مشورتي ناسته کې وکړه.
نوموړي دا هم وويل له دې وړاندې د لوګر ښار د پراختيا له پاره کوم کار نه دی شوی، دی وايي ددومره پيسو په ارزښت پلې کېدونکې پروژې به د بېلابېلو مرستندويو ادارو او ښاري پراختيا او مرکزي دولت په بوديجه پلې کړي.
احمدخان الفت د ځينو رسنيو له لوري په ښاروالۍ کې د فساد د خپرو شويو رپوټونو په اړه وويل: دغه فساد د ښاروالي د پخوانيو مسولينو په شتون کې شوي او دوی يې د له منځه وړلو لپاره هڅې پيل کړې دي:
“په لوګر کې موږ پلان لرو چې ښار پراخ کړو د ښار له پاره د پاکو اوبو سيسټم،د ښارګوټو جوړولو پلان ، د ولايت له پاره مېلمستون جوړول او دلته نورې پروژې پلې کېدل مو هم په پلان کې شامل دي لکه د ښاروالۍ له پاره ودانۍ جوړول او د پارکونو جوړول“.
الفت دا هم وايي، د دې پروژو د پلي کېدو سره سم به د ياد ولايت د پل عالم ښار په اوسنۍ نقشه کې ښکاره بدلون راشي.
دی زياتوي، چې په دغو پروژو کې د پل عالم ښار د اوبو د منظم سيستم جوړول، د اوو زرو کورنيو له پاره ښارګوټی ،د لوبو له پاره لوبغالي او يو شمېر ودانۍ شاملې دي چې د بېلابېلو مرستندويه ادارو له خوا به پلي شي.
ښاروال دا خبرې په داسې حال کې کوي چې له دې وړاندې خلک په لوګر کې د پاکو اوبو د سيسټم،پارکونو او نورو پراختيايي پروژو د نه پلې کېدو پرلپسې شکايتونه کول.