د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په زابل کې د ولايتي ادارې پر ضد لاريون وشو


زابل
زابل
له نن سهار راهيسې د زابل ښار دوکانونه په احتجاجي توګه توګه تړل شوي او د سيمې اوسېدونکي د ولايتي ادارې پر ضد لاريون کوي، په دغه لاريون کې د سولې د ولايتي شورا او ولسي جرګې ځينې غړي هم برخه اخلي.

په زابل کې له معمول سره سم بيا د سيمې اوسېدونکي له ولايتي ادارې سرټکوي او د چارواکيو د لېرې کېدو او بدلېدو غوښتنه کوي.

د کلات اوسېدونکو له نن سهار راهيسې دوکانونه تړلي او د ولايتي ادارې پر ضد لاريون کوي.

په دغه لاريون کې د سولې د ولايتي شورا ځينې غړي او په مشرانو جرګه د زابل د خلکو استازی ډاکټر زلمي زابلی هم برخه اخلي.

د جميل په نام د سيمې اوسېدونکی وايي، له سهاره راهيسې دوکانونه تړلي دي او لاريون کوونکي د والي د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

"له سهاره راهيسې ټول دوکانونونه بند دي، لاريون روان دی، ښار پوليسو نيولی دی او دوکاندارانو ته څوک د دوکان خلاصولو اجازه نه ورکوي."

د زابل د سولې د ولايتي شورا مشر داوود ګلزار وايي، لاريون يې سوله ييز دی او دوی پکې له ولسمشر څخه د والي او ځينو نورو چارواکو د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

"دوکانونه اوس هم تړلي دی، له رييس جمهور څخه مو غوښتنه وکړه، چې دا والي دې ليرې کړي او زابل ته دې يو سم کس را ولېږي، دلته فساد اوج ته رسېدلی دی، که زموږ ونه منل شي، لاريونونو ته به ادامه ورکړو."

خو د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار بيا وايي، چې په ولايت کې يې خير او خيريت او دوی تر اوسه هيڅ هم نه دي اورېدلي.

په زابل کې له ډېرې مودې راهيسې د سيمې د اوسېدونکيو، د هغوی د استازیو او ولايتي ادارې تر منځ ناندرۍ روانې دي.
XS
SM
MD
LG