د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ اندېښنې راپارولي دي


د افغانستان یو شمیر خلک او د ملي شورا غړي، په حکومت انتقاد کوي؛ چې په ایران کې د افغانانو د اعدامولو په هغه عکس العمل نه ښيي.

دوی له حکومته غواړي، څو د دې اعدامولو په هکله له ایراني چارواکو سره جدي خبرې وکړي.

په ایران کې د افغان کډوالو مسلسلو اعدامیدلو، د افغانستان د ملي شورا او عامو خلکو اندیښنې راپارولي دي.

د ولسي جرګې ځیني غړي وایي، افغان دولت نه دی توانیدلی، چې په ایران کې د زنداني افغانانو د دوسیو او د هغوی د محاکمې د بهیر په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړي.

د ولسي جرګې غړی "بشیراحمد ته ینج" د ایران پر وړاندې د افغان حکومت پر کمزوري دریځ انتقاد کوي او وایي چې، حکومت دې داسې پالیسي نه غوره کوي؛ چې افغانان په کې قرباني شي.

"په خواښینۍ سره چې افغان حکومت او نورې قانوني ادارې په ایران کې د تورنو افغانانو د وضعیت په هکله هیڅ معلومات نه لري؛ ترڅو قضاوت وشي، چې ایا دوی په کوم جرم اعدام شوي دي.

ایران په درې زرو افغانانو د مخدروموادو دقاچاق تور لګولی، دا دقیقه خبره نه ده، باید د دوی دوسیې وڅیړل شي."

د ولسي جرګې غړې ارین یون خبرداری ورکوي، چې که په ایران کې د افغانانو اعدامول همداسې جاري وي، نو خطرناکې پایلې به ولري:

"افغان حکومت تل ایران ته امتیازونه ورکوي، د ایران پر وړاندې یې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی؛ په مزار کې د ایرانیانو په نامه یوه جاده ونومول شوه، افغان حکومت چپه خوله پاتې شو، سربیره پردې په ایران کې د افغانانو اعدامیدل روان دی، حکومت هیڅ نه وایي، که د حکومت دا چپتیا دوام وکړي، د خلکو او حکومت ترمنځ به فاصله زیاته شي."

په دې وروستیو کې یوشمېرافغانان په ایران د مخدرو موادو د قاچاق په توراعدام شوي دي.

راپورونه وایي، یوازې د تخارولایت د کلفګان ولسوالۍ د لسو اوسیدونکو مړي، چې په ایران کې اعدام شوي، د دوی کورنیو په خپله سیمه کې خاورو ته وسپارل.

د کلفګان ولسوالی یو شمیر اوسیدونکي دا ادعا هم کوي، چې له تیروشپږو میاشتو راهیسې یې شاوخوا اتیا تنه چې په ایران کې اعدام شوی، په سیمه کې خاوروته سپارلي دی.

په ایران کې د افغانانو اعدامیدلو د خلکو اندیښنې هم راپارولی دي.

"زما نوم محمدقسیم دی. حکومت ته په کار ده، چې په ایران کې د افغانانو په اعدامولو غور وکړي، که ګناه ګار وي، باید افغانستان ته د یوه بندي په حیث راواستول شي؛ چې دلته جزا نه وویني نه داچې په ایران کې په ناثبوته توراعدام شی."

دوی له حکومته غواړي چې د ډیپلوماتیکو لارو څخه دی؛ د دې اعدامولو لړۍ په جدي توګه وڅیړي، څو داغمیزه پای ته ورسیږي.

هڅه مو وکړه، په دی هکله د افغانستان د بهرنیوچارو د وزارت د چارواکو نظرولرو خو هڅو مو نتیجه ورنه کړه.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG