د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۳

"د افغان ځواکونو د شمیر او مالي ملاتړ په اړه له مخکې پریکړه شوې"


د افغان ځواکونو شمیر او مالي ملاتړ هغه مسایل دي؛ چې د افغانستان په هکله په ډیرو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې په اړه یې بیلا بیل نظرونه ورکول کیږي.

په دې اړه په بروکسل کې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د دفاع د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې هم پراخ بحثونه وشول؛ خو د دې تړون د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په دې هکله کومه نهایي پریکړه ونه کړه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې د افغانستان، امریکا او ناټو ترمنځ له وړاندې پردې موافقه شوې؛ چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې دې د افغان ځواکونو شمیر درې لکه دوه پنځوس زره تنه وي.

ده له ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو نه وروسته د افغان ځواکونو د شمیر او مالي ملاتړ په اړه وویل:

"په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به افغانستان د یوه خپلواکه هیواد په توګه د ګواښونو، اقتصادي وړتیاوو او نورو مسایلو په پام کې نیولو سره، چې د پوځونو د شمېر لپاره مهم بلل کیږي د افغان ځواکونو د کموالي او زیاتوالي په اړه پریکړه وکړي.

زموږ وړاندوینه دا ده، چې تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې به موږ خپل ځواکونه له مالي پلوه تمویل کړو.

دغه راز له خپلو ستراتیژیکو متحدانو سره هم له ۲۰۱۸ میلادي کال وروسته په دې برخه کې د خبرو لپاره یوه پرانستې دروازه لرو او له دې امله هیڅ اندیښنه نشه."


په بروکسل کې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده؛ له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو د شمیر او مالي تمویل په اړه مهم بحثونه وشول.

جنرال عظیمي وایي، چې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي په دې غونډه کې د افغان ځواکونو پر ښې روزنې، تجهیزاو د هوایي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګا وکړ.

په عین حال کې افغان پوځي څیړونکي وایي؛ چې د افغان ځواکونو اوسنی شمېر چې درې لکه دوه پنځوس زرو تنوته رسیږي باید کم نشي.

جنرال نورالحق علومي هم په همدې باور دی او ټینګار کوي، چې د افغان ځواکونو د شمیر د کمولو پرځای امریکا او ناټو باید د دې ځواکونو پر پیاوړتیا او ښې روزنې تمرکز وکړي:

"که ناټو غواړي، چې په افغانستان کې ثبات راشي، اوسني افغان ځواکونه چې دې حد ته رسیدلي؛ باید د کمولو په اړه یې نه بلکې د پیاوړتیا او جوړښت په اړه یې فکر وکړي.

افغان ځواکونه لا هم تشکیلاتي ستونزې لري، د دې هیواد هوایي او نور ځواکونه باید پیاوړي کړای شي.

د دې پرځای چې بهرني سرتیري دلته پاتې شي؛ د افغان ځواکونو وسلې او تجهزیات ناټو ته له اقتصادي پلوه ارزانه او ښه تمامیږي او هم افغانانو ته د ویاړ خبره ده، چې په خپله له خپلې خاورې دفاع وکړي."


ولسمشرکرزي متحده ایالاتو ته تر سفر وروسته وویل؛ امریکا د افغان ځواکونو له اوسنی شمیر سره موافقه او د مالي ملاتړ په برخه کې یې ژمنه ده.

د افغانستان د امنیتي او پوځي ځواکونو شمیر دا مهال څه باندې درې نیم لکو ته رسیږي؛ خو په نړیواله سطح داسې نظرونه موجود دي چې؛ په دې شمیر افغان ځواکونه ډیرو مالي امکاناتو ته اړتیا لري.

ځینې لویدیځ چارواکي وایي، چې د افغان ځواکونو شمیر باید دوه لکه دیرش زرو ته را کم شي؛ ترڅو مالي لګښتونه یې چې ترډیره یې ناټو او امریکا برابروي هم را ټیټ شي.
XS
SM
MD
LG