خبرونه
په ارمنستان کې په سلګونو کسانو د انتخاباتو پرضد لاريون وکړ
د دوشنبې د ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې برحاله ولسمشر سرژ سارکزیان بریالی شو.
پرون د بهرنیو چارو د پخواني وزیر رافي هوفانیسیان څو زره ملاتړي د ایروان د کتابخانې په چوک کې راغونډ شول او د انتخاباتو د نتیجو د لغوه کیدو غوښتنه یې وکړه.
د اعلان شویو نتیجو له مخې سارکزیان اته پنځوس اعشاریه څلور شپیته رایي خپلې کړې دي او په ده پسې د هوفانیسیان رایې ډیرې دي چې شپږ دیرش اعشاریه پنځه اویا فیصده شوې.
هوفانیسیان نن له ولسمشر سره غونډه وکړه، خو پرون یې ورته خبرې رد کړې وې.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د تیرو انتخاباتو په پرتله دا ځل په دې بهیر کې پرمختګ شوی و خو پکې سیالي سمه ترسره نه شوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کاپیسا په نجراب کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی

د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.
د نجراب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې امر مولوي حبیب الرحمان انس ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ځوان د طالبانو پوځي غړی هم و.
انس زیاته کړه چې د عتیق الله په نوم د دغه ځوان جسد پرون یکشنبه د نجراب ولسوالۍ په څلورمه حوزه کې موندل شوی، خو د وژنې انګېزه او لامل تر اوسه نهدی معلوم شوی.
د افغانستان لپاره د امريکا استازي د يو شمېر هېوادونو سفر پيل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته خپل سفر پرون پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، وېسټ به په دې سفر کې چې تر راروانې شنبې دوام کوي، له شریکانو، افغانانو او د خیریه بنسټونو له سازمانونو سره له افغانستان سره پر تړلو ګټو سلا مشورې وکړي.
د اعلامیې لهمخې د طالبانو وروستیو محدودیتونو نړیواله ټولنه، چې له افغانانو سره د مرستې هڅه کوي، له فوق العاده چلنجونو سره مخامخ کړې ده.
طالبانو تېره میاشت په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ.
نن پنځه سوومه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهده ورکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې وايي، د کابل لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی به له شریکانو سره پر یوه سیمهییز او نړیوال اقدام کار وکړي، چې د حیاتي مرستو د ترلاسه کولو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ګډ دریځ څرګندوي.
سوريې د دغه هېواد په اړه د کيمياوي وسلو د سازمان راپور رد کړ

سوریې د یکشنبې په ورځ د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان هغه راپور رد کړ، چې پهکې ویل شوي وو، دمشق په ۲۰۱۸م کال کې له کیمیاوي وسلو په استفاده په یوه حمله کې ۴۳ کسان مړه کړي وو.
سوریې هغه راپور ناسم وباله.
سانا دولتي اژانس د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې چې پهکې راغلي: "سوریه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د جمعې ورځې راپور په بشپړ ډول ردوي."
اعلامیه وايي، دغه راپور پر واقعیت ولاړ نهدی او غلطه نتیجه پهکې اخیستل شوې ده.
د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان په خپل راپور کې ویلي، کره شواهد شته چې ښېي د سوریې د هوايي ځواک لږ تر لږه یوې څرخي الوتکې د یاغیانو تر ولکې لاندې ښارګوټي دوما کې د زهرجنو ګازو دوه سلنډرونه غورځولي وو.
د اوکراين د ټانکونو عمله د روزنې لپاره برېتانيا ته ورسېده

د اوکراین د ټانکونو عمله برېتانیا ته ورسېده، چې د روسیې په وړاندې د روانې جګړې لپاره و روزل شي.
د برېتانیا دفاع وزارت پرون یکشنبه دا خبر داسې وخت ورکړی چې برېتانیا او د ناټو نورو غړو هېوادونو څو ورځې مخکې اوکراین ته د څه باندې ۱۳۰ ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه.
د برېتانیا دفاع وزارت په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه هېواد به له نورو همکارو هېوادونو سره یو ځای د روزنې تر څنګ اوکراین ته د چلنجرـ۲ په نوم ټانکونه هم ورکړي.
جرمني د هاکي نړیوال جام اتلولي وګټله

د هاکي لوبو د نړیوال جام په پایلوبه کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.
دغه سیالۍ چې د هاکي نړیوال فدراسیون له لوري په هندوستان کې پیل شوې وې، د یکشنبې (د جنورۍ ۲۹مه) په ماښام د جرمني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پايلوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو ۳-۳ ګولونو ترسره کړل او لوبه یې برابره کړه، جرمنان د پنالټي په شوټونو کې ۵-۳ له بلجیم مخکې شول.
یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند په کوربهتوب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې چې د ۱۷ ورځو په جریان کې ۴۴لوبې ترسره شوې.
هند په دې سیالیو کې نهم مقام وګاټه.
د یادونې ده چې د هاکي په نړیوال جام کې پر جرمني او بلجیم سربېره هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، نیدرلینډ، وېلز، ارجنټینا،نیوزیلنډ، هسپانیا، مالیزیا، فرانسې، جنوبي کوریا، جنوبي افریقا، جاپان او چیلي هېوادونو ګډون درلود.
ايران کې د دفاعي وسايلو يوه فابريکه باندې بريد شوی

د ایران دفاع وزارت وایي، د دې هېواد په اصفهان ولایت کې د دفاعي وسایلو د تولید یوه فابریکه بېپیلوټه الوتکو چې پر چاودېدونکو موادو سمبالې وي، په نښه کړې ده.
په هغه خبرپاڼه کې چې، پرون یکشنبې دې وزارت خپره کړې ویل شوي چې د دې فابریکې ځینې برخې ویجاړې شوي دي.
په دې اړه چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد وې، نور جزیات نهدي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه چا د دغه برید مسولیت اخیستي خو لهدې مخکې د دا ډول بریدونو پړه پر اسرایل اچول شوې ده.
مارټين ګريفيټس نن ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس به نن ملګروملتونو ته افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړي.
مارټین ګریفیټس کابل ته په سفر کې چې نږدې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د لګول شوي بندیز د لیرې کولو پر موضوع ډېر تمرکز کړی و.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو چې په افغانستان کې اتهنیمې بجې کېږي، ترسره شي چې پهکې د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجرایه رئیس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي.
دې غونډې ته به افغانستان ته له مارټین ګریفيټس سره د مل پلاوي بله غړې، د پاملرنې مؤسسې مشره سوفیا پینیرو انلاین ګډون وکړي.
طالبانو په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو بندیز داسې مهال لګولی چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا په افغانستان کې سږ۲۰۲۳ کال له ۲۸ ملیونه زیات وګړي بشري عاجلي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا: افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړ حد ته رسېدلې ده

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک لوړ حد ته رسېدلې او د دې هېواد ۴ ملیونه وګړي یې اغېزمن کړي دي.
اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې ۸۷۵ زره ماشومان په شدیدې ځوارځواکۍ او ۲،۳ ملیونه ماشومان هم په معتدلې حادې خوارځواکۍ اخته دي.
اوچا همدارنګه ویلي، چې ۸۴۰ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې ښځې هم په خوارځواکۍ اخته دي.
اوچا ویلي، دوامداره مالي تمویل خورا مهم دی چې د خوارځواکۍ درملنه او مخنیوی یې یقيني شي.
امينه محمد: که ښځې د کار اجازه ولري مرستندويه مؤسسې به ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، کورنۍ او نړیوالې غیردولتي مرستندویه موسسې په تر ټولو ښه موقف کې دي چې ټولو افغانانو ته خدمتونو ته ورسوي.
نوموړې ويلي، که د بشري چارو ښځینه کارکونکي د کار کولو اجازه ولري چې د ښځو او نجونو ځانګړیو اړتیاوو لپاره کار وکړي.
امینه محمد چې د طالبانو لهخوا د افغان ښځو او نجونو د کار او زدهکړې د بندیزونو د لیري کولو د هڅو په ترڅ کې د جنوري په شلمه افغانستان ته څلور ورځنی سفر پای ته رسولی، دغه څرګندونې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې کړي دي.
تر دې څلور ورځې وړاندې هغې په یوه بل ټویټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې، باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره متحده شي.
طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې ښځې په غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې او له هغې مخکې یې د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو، د منځنیو ښوونځيو او لېسو دروازې تړلې وې.
هند له نیوزیلنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره کړه

کوربه هندوستان په لکنو ښار کې د ۶ وېکټو په توپیر دویمه شل اوریزه سیالي له نیوزیلنډ وګټله او په دې سره یې روانه لوبلړۍ برابره کړه.
نیوزیلنډ لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه.
هند هم ورکړل شوی هدف د ۲۰م اور په پنځم توپ ترلاسه کړ او یوازې ۴ لوبغاړي یې وسوځېدل.
د دې لوبې لپاره ویشتنځای سخت جوړ شوی و او یوازینی مخکښ توپ وهونکی سوریا کومار یادو چې تر شلو زیاتې، ۲۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دواړو لوبډلو توپ اچونکي ښه وځلېدل، خو هندی ارشدیپ سینګ یوازینی توپ اچونکی و چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ګټلې وه او په پلان کې ده چې د لوبلړۍ درېیمه لوبه د فبرورۍ میاشتې په لومړې نېټه ترسره شي.
د یادونې ده چې په دې لوبلړۍ کې د دواړو هېوادونو ځيني نوموتي لوبغاړي نه لوبېږي.