د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

هند روان کال مريخ ته کسان او فضا ته سټلايټ لېږي


د هند ولسمشر پرناب مرکجي نن ددې هیواد پارلمان ته وویل چې دا هیواد په روان ۲۰۱۳ کال کې د یو شمیر فضايي ماموریتونو پلان لري.

ښاغلي مکرجي وویل په دې پلاونونو کې مریخ ته فضايي ماموریت او فضا ته د یوه لارښود سټلایټ استول شامل دي.

د رویترز خبري اژانس په وینا هند په راتلونکې اکتوبر میاشت کې مریخ ته د یوې فضايي بیړۍ پواسطه یو سټلایټ د استولو پلان لري.

ټاکل شوې ده چې دا سټلایټ د هند له جنوب ختیځو سواحلو څخه فضا ته واستول شي.

رویترز خبري اژانس وايي دا فضايي بیړۍ به چې د ۸۳ میلیونو ډالرو په ارزښت په هند کې جوړیږي ، له استول کیدو نهه میاشتې وروسته مریخ ته ورسیږي.

د هند د فضايي څیړنو د مرکز یوه ساینسپوه ډیوي پرسات کارنیک رویترز اژانس ته ویلي مریخ ته د دوى ماموریت چمتو دی.

په هند کې د انرژۍ او خوراکي مواد د کموالي او په اقتصادي وده کې ټیټوالي ته په پام سره مریخ ته دهند پر پلان شوي فضايي ماموریت انتقادونه هم شوي دي.

هند په ۱۹۶۲ م کال فضا ته خپل اکتشافي ماموریت پیل کړ او پنځه کاله وړاندې يې د چاندریان په نوم سټلایټ په سپوږمۍ کې د اوبو د شتون په اړه شواهد کشف کړل.

هند اوس غواړي چې په ۲۰۱۴ کال کې یوه متحرکه دستګاه سپوږمۍ ته واستوي.
XS
SM
MD
LG