د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۳

د ولسمشر کرزي حکم به طالبان پیاوړي کړي


د کابل چاپ ورځپاڼو بیا هم په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو د هوايي عملیاتو د بندیدو او د ولسمشر کرزي وروستي فرمان او د ملګروملتونو له خوا په یوه تازه راپور کې د ملکي تلفاتو وروستیو پیښو په اړه لیکنې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې د ولسمشر حامد کرزي حکم به طالبان پیاوړي کړي.

ورځپاڼي د یوه سیاسي کارپوه له قوله لیکلي دي، چې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي حکم چې له مخې یې افغان امنیتي ځواکونه نه شي کولای د خلکو د استوګنې په سیمو کې په پوځي عملیاتو کې له نړېوالو ځواکونو څخه هوايي مرسته وغواړي د ده خپله اراده نه وه بلکې د ا د امریکا پریکړه وه، چې باید هماغه ډول چې طالبان په کلشینکوف جنګیږي افغان ځواکونه هم باید په کلشینکوف جنګ وکړي.

ورځپاڼې د پوځي چارو د کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت له خولې لیکي، چې د ولسمشر کرزي د دې اقدام تر شا د امریکايي ځواکونو د نوي قومندان جنرال ډانفورد لاس و.

محور:

محور ورځپانې هم په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي د دغه فرمان په اړه لیکلي.

په دې فرمان کې راغلي، چې له دې وروسته افغان ځواکونه نشي کولای د بهرنیو ځواکونو څخه په عملیاتو کې هوايي مرسته وغواړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ناټو هم د کرزي له دې پریکړې څخه ملاتړ کړی.

سرنوشت:

همدا رنګه سرنوشت ورځپاڼې لیکلي، چې حزب اسلامي ګوند د افغان ولسمشر د دغه فرمان هرکلۍ کوی او دا کار يي د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره یو ښه اقدام بللی.

ورځپاڼي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د
مرستیال انجنیر محمد خان له قوله لیکي، چې باید دغه حکم مخکې صادر شوی وای ترڅو د ملکي تلفاتو مخنیوی شوی وای.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل یوه بل مطلب کې بیا د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور په اړه لیکلي.

په دې راپور کې ویل شوي دي، چې تیر میلادي کال د افغانستان په جګړې کې ملکي تلفات دولس فیصده راکم شوي دي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور له قوله لیکي، چې تیر میلادي کال د دولتي وګړو په تلفاتو کې د وسلوالو مخالفینو له خوا ۷۰۰ سلنه زیاتوالۍ راغی.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې هم دغې مسالې ته اشاره کړې او په خپل لومړي مخ کې يي لیکلي، چې وژل شوي کسان کم شوي او ټپیان ډير دي.

ورځپاڼې لیکلي، په ۲۰۱۲ کال کې د ماشومانو او ښځو د تلفاتو کچه ۲۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا ډيره د خواشینې وړ مساله ده چې ډيرې افغان ماشومان او ښځي په داسې حال کې وژل شوي چې په خپلو کارونو مصروف و.
XS
SM
MD
LG