د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۲

د اجرستان اوسېدونکي وايي، يوه مياشت کېږي لارې يې بندې دي

د غزني د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، يوه مياشت کېږي چې واورو يې لارې بندې کړې دي. او د موټرو تګ راتګ ورته بند شوی دی، دوی وايي، پرون د لارو د بندېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او يوه مور مرګي حاله ده.

د غزني د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د واورو له اورېدو سره سم يې تر ښار پورې تللې لاره بنده شوې او تر اوسه لا هم بنده ده.

دوی وايي، دا څو اوونۍ کېږي چې نه يې له ولسوالۍ څخه ښار موټر تلای شي او نه هم له ښار کوم موټر تر ولسوالۍ ورغلی دی.

د دوی په خبره، خلک ناروغان پراته دي، او تر روغتونه نه شي تلای.

د عارف په نامه د اجرستان يو تن اوسېدونکی وايي، پرون يوه مېرمن د ماشومان د زېږېدو په خاطر د کلي خلکو د ښار روغتون ته په شا وړه، چې په واورو کې تر څلور ساعته بندېدو وروسته يې ماشوم مړ شوی او مور لا هم مرګي حاله پرته ده.

دی وايي، په ولسواليو کې يا روغتونونه شته نه، او شته نو د دې جوګه نه دي چې د چا دې ښه ورباندې وشي:

"يوه زنانه مريضه وه، په دې خاطر چې لارې بندې وې، دوی په کوتل اړوله، هغه په واورو کې ايسار شوي ووي، ماشوم يې په واورو کې مړ شوی او ښځه اوس هم مريضه پرته ده. د ولسوالۍ کلينک هم داسې فعال نه دی چې مريضان دي پکې جوړ شي."

د غلام محمد په نامه د همدې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی وايي، په وار وار يې د ولايت مرکز ته حال ور لېږلی چې د دوی غم دي وخوروي، خو وايي، د دولت له لپاره زمونږ غم پر لارو تر پرتو واورو هم سوړ دی.

دی وايي، که لارې همداسې بندې پاتې شي. ډېر ناروغان به د کليوالو پر شا روغتون پر لاره ساه ورکړي.

"ډېر ټليفونونه مو وکړل خو هيچا مو غږ نه دی اورېدلی، دا يوه مياشت کېږي، چې لارې بندې دي. د موټرو رفت امد بند دی، پرون سهار دغه يوه پېښه وشوه يو ماشوم مړ شو او مور يې د ولسوالۍ په روغتون کې پرته ده."

د غزني د فوايد عامې رييس اينجنېر قربان وايي، د اجرستان تر مرکزه لاره خلاصه ده، خو که د کليو لارې بندې وي، په هغو دوی کار نه لري.

"دلته خو څوک نه دي راغلي چې راته ووايي چې لاره بنده ده، د اجرستان تر مرکزه لاره خلاصه ده، هغه چې د کليو تر منځ بندې په هغو نه يو خبر."

تېر کال هم د غزني د ګيرو ولسوالۍ څو تنې مېرمنې د لارو د بندېدو له امله روغتون پر لاره مړې شوې.

د غزني اوسېدونکي وايي، هر کال د لارو بندېدو له امله مرو، او هر کال له دولت څخه د لارو د خلاصولو غوښتنه کوو.

چارواکيو څو ورځې وړاندې د غزني په ښار کې د دننه ځينې سړکونه له واورو پاک کړي وو.

راپور: سید شاه سقیم
XS
SM
MD
LG