د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

"د هغو انتخاباتو ملاتړ کوو، چې ډېری افغانان په کې برخه ولري"


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي په خبره په دې هېواد کې به هغه وخت شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شي چې امنیت ښه شي.

یان کوبیش د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د هغو انتخاباتو ملاتړ کوي چې ټول افغانان په کې برخه ولري او ټولو ته د باور وړ وي.

ښاغلي کوبیش د انتخاباتو په بهیر کې د ټولو افغانانو رایې مهمې ګڼي او وایي، چې باید افغان حکومت ټولو خلکو ته د رایې ورکولو زمینه مساعده کړي:

"په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې زما د کارونو له لومړیتوبونو څخه د انتخاباتو له پروسې ملاتړ دی.

خو د انتخاباتو په پروسه کې زموږ یو اصل دا دی چې د انتخاباتو پایله باید ټولو عامو افغانانو ته د منلو وړ وي او کله چې انتخاباتو ته تیاری نیول کیږي نو باید د خلکو ګدون په کې له لومړیتوبو څخه وي."

دی همدا راز وایي، چې د انتخاباتو تخنیکي پروسه هم باید د هیڅ یو لوري او هیچا په ملاتړ نه وي او باید خلکو ته ثابته کړای شي، چې انتخابات په شفافه او عادلانه توګه ترسره کیږي.

یان کوبیش همدا راز وايي، د تیرو انتخاباتو ستونزو ته په کتو سره باید افغان او نړېوال امنیتي ځواکونه هڅه وکړي، چې د دې انتخاباتو لپاره خاص امنیتي تدابیر ونیسي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي، چې په هېواد کې امنیتي ستونزې د انتخاباتو په وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که امنیت ټینګ نه شي نو په ناامنو سیمو کې به د رایې صندقونه کښینه ږدي:

"که زه د دوه زره څوارلسم میلادي کال د انتخاباتو مسوولیت ولرم نو په کوم ځای کې چې امنیت ښه نه وي هلته د رایې ورکولو صندقونه نه ږدم.

امنیتي ادارې مکلفې دي چې د انتخاباتو د مرکزونو، لوازمو، رایه ورکوونکو، کاندیدانو او ناظرینو امنیت ټینګ کړي.

که داسې ونشي نو د انتخاباتو کمیسون معجزه نشي کولی چې په شرایطو برابر انتخابات وکړي."

دی همدا راز وایي، چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به د ټولو هغو سیمو لست امنیتي ارګانونو ته ورکړي چې د رای ورکولو مرکزونه پکې پرانیستل کیږي.

ټاکل شوې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG