د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات پيل شوي


د لغمان ولايتي چارواکي وايي،چې پرون د دوشنبې په ورځ د افغان ګډو ځواکونو پر مټ يي د الینګار ولسوالۍ دسیند ختیځې سیمې په برخه کې چاڼيزعملیات پيل کړي، تر څو په یاده سیمه کې امنیت ټينګ کړي.

د لغمان والي ډاکټر سیدفضل الله مجددي ازادۍ راډيو ته وویل،چې په دغو عملیاتو کې افغان ملي اردو،ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه شتون لري.

د نوموړي په خبره په دې عملیاتو کې ځواکونو ته دنده سپارل شوې،چې د امنیت د راوستو ترڅنګ د کوکنارو اړولو،د ځمکو د غصب او د جنايي جرمونو دمخنیوي په اړه هم هلې ځلې وکړي:

"په دې عملیاتو کې د امنیت پرته څو نورې خپرونې هم تعقیبیږي،یو جنايي جرمونه،بل د ځمکو دغصب مساله هم او دريیم د کوکنارو پرضد هم اجرات ترسره کیږي."

د لغمان د ولایتي چارواکو په خبره دغه عملیات به تر یوې اونۍ دوام وکړي.

له دې وړاندې د لغمان مرکز او د الینګار ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې هم ورته چاڼيز عملیات ترسره شوي وو،چې د چارواکو او د سیمې دخلکو په خبره ګټور تمام شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG