د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

"وسله والو په تېرو لسو کلونو کې درې سوه مخابراتي ټاورونه ویجاړ کړي دي"


د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وایي، په هیواد کې د مخابراتي فعالیتونو له پراختیا سره سره، مخالفینو په تیروشاوخوا لسو کلونو کې د دې سیسټم شاوخوا درې سوه ټاورونه یا ستنې ویجاړی کړی دی.

داخبره د مخابراتو وزیر دیکشنبی په ورځ په کابل کې د هیواد دولایتونو دمخابراتود ريیسا نو په کلنۍ غونډه کې وکړه.

که څه هم د مخابراتو وزارت چارواکي له لسو کلونو راهیسې په هیواد کې د دې سکتور پرمختګ د نوروبرخو په نسبت زیات ګڼي؛ خو راپورونه وایي، چې اوس هم په هیواد کې داسې سیمې شته چې اوسیدونکې یې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.

د دې لپاره چې په هیواد کې مخابراتي نظام نورهم پرمختګ وکړي او خدمات یې لیرې پرتو سیمو ته ورسیږي؛ دد ې وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ د هیواد د څلوردېرشو ولایتونو د مخابراتو ريسان کابل ته غوښتي وو؛ څو په دې برخه کې د سیمه ییزو ستونزو اوارۍ او د مخابراتي شبکو پراختیا ته پر ګټورو لارو چارو بحثونه وکړي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د مخابراتو د ولایتي ریيسانو غونډې ته وویل؛ سره له دې چې په هیواد کې مخابراتي سکتور د پرمختګ او پراختیا په حال کې دی، خو په ځینو سیمو کې اوس هم امنیتي ستونزی د دوی د فعالیتونو مخه نیسي:

"په ناامنوسیمو کې د مخابراتي شبکو ټاورونه تل له ګواښ لاندې دي؛ په لسو کلونو د دې شبکو شاوخوا درې سوه ټاورونه مخالفینو ویجاړکړل؛ په هر ټاور شاوخوا دوه لکه ډالره لګښت راځي؛ خو موږ له تصمیمه ونه او ښتو او پرځای مو نوي ټاورونه نصب کړل، اوس په ټول هیواد مخابراتي خدمات څلرویشت ساعته دی او نور به هم پراخ شي."

ښاغلي سنګین په هیواد کې د مخابراتي خدماتو پراختیا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې، اوسمهال د هیواد د نفوسو نوي فیصده د مخابراتي خدماتو ترپوښښ لاندې راغلي او هڅې روانې دي، چې د دې خدماتو لمن ترلیرې پرتو سیمو هم وغځوي.

ده وویل، له لسو کالو راهیسې په دې سکتور کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره پانګه اچول شوې؛ چې د دولت د مجموعي عوایدو لس فیصده یې جوړه کړې او شاوخوا دوه لکو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

که څه هم په دې هیواد کې مخابراتي سکتور د پام وړ پرمختګ کړی؛ دولتي اوغیر دولتي مخابراتي شبکې یې فعالې، د نوري فایبر مزي یې له ګاونډیو هیوادونو سره وصل شوي او ترډیره ځایه یې خلکو ته د انټرنټ خدمات هم برابر کړي؛ خو داسې سیمې هم شته، چې اوسیدونکي یې تراوسه له یادو خدماتو بې برخې دي.

د نورستان ولایت د مخابراتو ريیس محمد جان نورستاني ازادي راډیو ته وویل:

"د نورستان په مرکز کې ستونزه څه ناڅه حل ده، خو په ولسوالیو کې ستونزې لرو. اتصالات نشته، ایم. ټي اېن نشته او روشن دومره لګښت لري چې د خلکو له وسې پورته دي، خلک د ضرورت په وخت کې د لارې هرډول خطر ته غاړه ږدي او د مخابراتي اړیکو د ټینګولو لپاره د کونړ ولایت مرکز ته راځي؛ چې دا یوه لویه ستونزه ده."

په افغانستان کې اوسمهال څلور خصوصي او یو دولتي مخابراتي شبکه فعاله ده.

دا وزارت وایي، د راتلونکي لمریز کال په سر کې به د هیواد اتباعو ته د الکترونیکي تذکرو ویش پیل اوهڅې به تیزې کړي؛ څو حکومتدارۍ هم په راتلونکو کلونو کې، الکترونیکي سیسټم ته واړوي.

خو خلک غواړي چې، د مخابراتي شبکو د خدماتو کیفیت لوړ او بیې دې را ټیټې شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG