د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له هند او د امریکا له متحده ایالاتو سره ددې هیواد د اړیکو پراختیا د هیڅ کوم بل هیواد په زیان نه بلکې د سیمې د سولې او ثبات په ګټه دی.
ټاکل شوې چې په نوي ډهلي کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو په کچه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دارنګه غونډې د پاکستان په زیان نه دي او اوسمهال پاکستان او هند په خپلو کې هم د سولې د خبرو یو نوی پړاوپیل کړی دی:
"د افغانستان هند، متحده ایالاتو د درې اړخیز چوکاټ له لارې ددغو همکاریو پیاوړي کیدل، نه یوازې داچې د کوم هیواد په زیان نه دي، بلکې د درواړو هیوادونو په ګټه او د پاکستان په ګډون دټولې سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ په ګټه دي.
بل ټکی دا دی چې د پاکستان اسلامي جمهوریت او د هند جمهوري نن په خپلو کې د سولې یوه پروسه پیل کړې، موږ هیله من یو چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې او پرمختګ ولرو."
ښاغلي موسی زي وویل چې د افغانستان پاکستان ترمنځ اړیکو کې له نوي ډهلي سره د کابل د اړیکو په اړه کومه اندیښنه نه ده موجوده.
هغه وویل څو کاله مخکې په دې اړه اندیښنه مطرح وه.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې له هند او امریکا سره د نوي ډهلي په دویمه درې اړخیزه غونډه کې به په افغانستان کې د انتقال په پروسې ، انتخاباتو ته په تیاریو او په افغانستان کې د هند د پانګونې په اړه خبرې وشي.
د درې واړو هیوادونو لومړنۍ درې اړخیزه غونده د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسملۍ په څنډه کې شوې وه.
افغانستان له هند او امریکا دواړو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.
که څه هم افغان چارواکي په نوي دهلي کې د افغانستان هند او امریکا درې اړخیزه غونډه د پاکستان لپاره ګواښ نه بولي خو ځینې کتوونکي ددې پرخلاف فکر کوي.
د سیاسي چارو یو کارپوه جاودید کوهستانی وايي چې دا غونډه د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ ده:
"دا د پاکستان لپاره د اندیښنې وړده ، د هند قوي حضور، د سیمې په کچه د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه له نړیوالې ټولنې سره یې همکاري کولای شي چې پاکستان منزوي کړي، د پاکستان منزوي کیدل په حقیقت کې ددې هیواد د کمزورۍ سبب کیږي او نړیوالې ټولنې ته یې حیثیت خرابوي.
دا غونډه به پاکستان تر فشار لاندې راولي تر څو خپل نړیوال تعاملات ډیر کړي او له هغو ګواښونو سره واقعي مبارزه وکړی چې بنسټپالنې او ترهګرۍ په برخو کې د پاکستان له خاورې راپورته شوي دي."
هند د تیرو شاوخوا یولسو کلونو راهیسې د افغان حکومت یو مهم مالي مرسته کوونکی پاتې شوی او نږدې اړیکې یې سره پاللي دي.
د راپورونو د کابل او نوي ډهلي دغه نږدې اړیکې د پاکستان لپاره د اندیښې یوه مسئله پاتې شوې ده.
خو په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم د اړیکو د ښه کیدو هلې ځلې زیاتې شوي دي.
یوه له دغو هڅو د بریتانیا په منځګریتوب د ددواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو د سند رامنځ ته کول دي.
خو داسې ښکاري چې افغان چارواکي لا هم د پآکستان په اړه ډاډمن نه دي او وايي ترڅو چې ددې هیواد له خاورې افغانستان د ترهګرۍ صادرول نه وي بند شوي، دغه سند به لاسلیک نشي.