د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

"د کابل پوهنتون د ژبواو ادبیاتو په پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام پیلیږي"


د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره به د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د پښتو او درې په څانګو کې دېرش کسان د دکتورا د دورې لپاره جذب شي.

دوی وايي، چې دې دورې ته د کابل پوهنتون او د ولایاتو پوهنتونو هغه استادن جذبیږي، چې د ماستري ترکچې یې زده کړې کړې وي.

د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید د یکشنبې په ورځ په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل؛ پلان لري، چې د هېواد په پوهنتونو کې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونه پراخ کړي.

"انشاالله په نږدې راتلوونکې کې ورته پروګرام په پولیتخنیک پوهنتون کې ترلاس لاندې لرو؛ زه هېله مند یم، ترڅو وکړای شو په راتلونکي کال کې یاد بهیر یعنې د دوکتورا د شروع پروګرام د هېواد یو شمېر نورو پوهنتونونو ته هم وغځوو؛ د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي؛ چې په راتلونکي کال کې ګڼ شمېر استادان بهرنیو هیوادونو ته د ماسټري او دوکتورا لپاره ولېږي."

د کابل ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو په وینا په په پښتو او درې څانګو کې یې ۴۲ تنه استادان زده کړه ورکوي؛ چې یواځې ۱۰ تنه یې ډاکټران او پاتې یې ماسټران دي.

دوی وايي، دوکتورا ورکونکي استادان خپله افغانان دي.

چارواکي زیاتوي، په پلان کې ده چې په راتلونکې کې د افغان محصلنیو ترڅنګ د نورو هېوادونو محصلین هم د دوکتوا لپاره ومني کړي.

د کابل پوهنتون د ژبو ادابیاتو پوهنځي د پښتو څانګې امر "پوهندوی بختمیر وزیري" وویل؛ نور نوافغان محصلین په دواړو ژبو کې د دوکتورا لپاره بهر ته نه استول کیږي.

"له دې وروسته به افغان زده کوونکي دې ته اړنه وي؛ چې په خپلو مورنیو ژبو کې لوړو او اکاډمیک سند د لاس ته راوړلو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي."

د کابل پوهنتون اتیا کاله وړاندې رامنځ ته شو، چې په ۱۳۲۳ کال کې په کې د ژبو او ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رامنځ ته شوه او په کال ۱۳۳۵ پښتو او درې څانګې سره بلې شوې.

کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ۶ کاله وړاندې د ماسټري ورکولو پروګرام شروع کړ؛ چې اوسمهال ورکې په لسګونه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG