اتریش له دوه زره څوارلسم کال وروسته دافغان ځواکونو روزلو ته هرکال له افغان حکومت سره د شپږمیلیونویورو مرسته کوی.
داتریش د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د مرستې دغه ژمنه د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چاروله وزیر سره یوځای په یوې خبری غونډه کې اعلان کړه.
افغان چارواکي وایي، د اتریش د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له افغان حکومت سره د مالي مرستو د ژمني ترڅنګ، د مسوولیتونود انتقال او د سولې پر پروسو هم افغان لورې سره خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له خپل اتریشي سیال سره یوځای د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، اتریش د افغان ځواکونو له تجهیزولو سره د مرستې ژمنه کړې ده.
ده وویل، سربیره پر دې مرستې اتریش ژمنه کړې، چې د افغانستان له پراختیایي پروژو سره اتلس میلیونه یورو مالي مرسته هم وکړي:
"لومړی مو په دوه اړخیزو مسالو باندې بحث درلود، همدارنګه د مسوولیتونو د انتقال، د سولې په پروسه، په انتخاباتو، د افغانستان په راتلونکي او د سیمې پر وضیعت هم خبرې وشوې او ده ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به اتلس میلیونه یورو نوره مرسته هم وکړي."
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې اتریش د هغو هیوادو له جملې څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د پراختیایي پروژو لپاره له افغانستان سره مرستې کړې دي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر او د دې هیواد د صدراعظم مرستیال مایکل سپنبیلګر وویل؛ هیواد یې ژمن دی، چې د سولې د ټینګښت لپاره له افغان حکومت سره خپلې مرستې جاري وساتي:
"اسټریا همدارنګه اماده چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغان پولیسو روزلو ته هرکال د شپږمیلیونو یورو مرسته وکړي. ځکه د امنیتي ځواکونو قوت د دې هیواد لپاره ضروري دی."
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره د لیدو کتو او خبرو اترو وروسته د شنبې په ورځ د خپل هیواد په لورې وخوځید.
نوموړي افغانستان ته په سفر کې له جمهور رییس حامد کرزي سره هم وکتل. په دې کتنه کې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه؛ چې هیواد به یې افغان پولیسو او ډیپلوماټانو ته تحصیلي بورسونه هم ورکړي.
راپور: خان محمد سنید