افغان چارواکي وايي، که چرته له دې هیواد سره د هوايي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې نه وي؛ نو دا به ګرانه وي، چې دوی وورسته له دوه زره څوارلسم کاله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان وځي؛ د دې توان ولري، چې خپلې ټولې هوایي چارې په بریالیتوب سره تر کړي.
افغان چارواکي وايي، نوی په پښو دریدلی هوايي ځواک يې په یواځي توګه د دې وړتیا نه لري؛ چې په خپلو اوسنیو امکاناتو په کامله توګه ټولې هوايي چارې تر سره کړي.
د افغانستان په شان یوه هیواد کې چې له غرو او پیچومو ډک دی، سم سړکونه هم نه لري او ډېر ځله په کې د حکومت مخالفین ماینونه ښخوي هوايي ځواک ډیر حیاتي دی.
افغان حکومت پر متحد ایالاتو ټینګار کوي، چې راتلونکې کال ته د مخه تر دې يې چې ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ د دې هیواد د هوايي ځواک وړتیا پراخه کړي.
افغان هوايي ځواک لا هم مرستو ته اړتیا لري:
د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال وهاب وردګ ازدي راډیو ته وویل؛ اوس افغان ځواکونه یواځې دومره کولی شي، چې په هیواد کې دننه په دفاعي چارو کې فعالیتونه تر سره کړي؛ خو د دافع هوا او رادار په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او که دا نه وي، نو د افغانستان هوايي ځواک به نیمګړی وي.
د تیرې سې شنبي په ورځ په واشنګتن کې د متحد ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما څرګنده کړه؛ چې څلور دېرش زره امریکايي عسکر به د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه ووځي او د پاتې عسکرو نیمایي برخه به بیا د دوه زره څوارلسم کال تر پایه له افغانستان ووځي او له ځان سره قوي هوايي ځواک هم باسي.
یوولس کاله د طالبانو پرضد د ناټو الوتکې کارول شوي:
د تیرو یوولس کلونو په موده کې ناټو په افغانستان کې د طالبانو پرضد د ځمکنو عملیاتو د ملاتړ لپاره په پراخه بڼه له جت جنګي الوتکو، هلیکوپټرو، بې پیلوټه الوتکو او ټرانسپورټي الوتکو څخه کار اخیستی دی.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په باب د واشنګتن په ستراتیژۍ کې د افغان هوايي ځواک بیا رغول هم شامل دی؛ خو افغان چارواکي د دې پروسې د ډېر پڅ حرکت څخه سر ټکوي.
جنرال وردک وویل، که څه هم چې افغانستان ډیر روزل شوي پیلوټان او تخیکي کارکونکي لري، چې په بیلابیلو هیوادنو کې روزل شوی خو متحد ایالاتو چې د هوایي سیسټم په برخه کې کومې ژمنې کړي؛ عملي یې نه کړي؛ نو موږ به وورسته له دوه زره څوارلسم کاله له ډیر ستونزو سره مخامخ شو.
"افغانستان ډیر ښه، پیاوړي او روزل شوي پیلوټان لري. دوی سره د خپل هیواد څخه د دفاع ډیر ښه فکر او ښه روحیه شته، خو خبره دا ده، چې زموږ اوسنۍ وړتیا دومره نه ده، چې بي له دفاعي سیسټمه دې د دې توان ولرو؛ چې له خپلو سرحدونو دفاع وکړو.
امریکایانو له موږ سره ژمنې کړي، خو دا بهیر ډیر ورو روان دی. که کړې ژمنې عملې نه شي نو دا به موږ ته ډیره ګرانه وي، چې خپله لازمه وړتیا ولرو."
جنرال وردګ وايي، متحد ایالاتو له موږ سره ژمنه کړې، چې څلور سی یوسلو دیرش الوتکې چې لویې ټرانسپورټي الوتکې دي؛ افغانستان ته ورکړي او همدا شان یې د شلو "ای تي" شپږ الوتکې چې د هوايي سبکو حملې لپاره کاریږي ژمنه کړي ده.
د افغانستان پخوانی هوايي ځواک په نولس سوه نهه اتیایم کال کې د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د کورونیو جګرو په لوخړو کې ورک شو.
جنرال وهاب وردګ وايي، هغه وخت زموږ ترمنځ نفاق و، د هغه په وینا موږ یو له بل سره جګړې وکړې او په دې منځ کې مو هوايي ځواک هم له منځه ولاړ.
دی وايي، اوس موږ دا زده کړل او په دې پوهیږو، چې موږ د خپل پوځ او هیواد د ابادۍ لپاره یووالی ته اړتیا لرو.