د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

په کابل کې د عاشقانو یا (Valentine Day) لمانځل دود شوی


د فبروۍ څوارلسمه دمینانو په نړیوالې ورځي شهرت لری.د عاشقانو نړېواله ورځ یا(Valentine Day) په لوېديځو هېوادونو کې دود دى، خو په دې وروستیو کې د کابل ښار په یو شمېر ځوانانو کې هم د دې ورځې لمانځل دود شوي دي.

د مییننانو نړېواله ورځ یا(Valentine Day) د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

په دې ورځ میینان يو بل ته د خپلې مينې څرګندونه کوي او د مينې دغه څرګندونه معمولاً د عاشقانو د ورځې د کارت، د ګلانو ګېډۍ، شېريني، ټېلېفوني پيغامونو او نورو بېلابېلو ډاليو په لېږلو سره وي.

په کابل کې د نورو ورځو په پرتله نن د ګلانو په پلورنځو کې ځانګړې ګڼه ګوڼه لیدل کیده.

ویل کیږي، چې 62 فیصده ځوانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې ورځې لمانځنه کوي او د اټکل له مخې 150 میلیون کارټونه د ځوانانو ترمنځ لیږل کیږي.

د نوي ښار په ګل فروشی کوڅه کې د ګلانو ځینو پلورنکو وویل، چې د نورو ورځو په پرتله په دې ورځ يي د ګلانو خرڅلاو ډير دی.

د دې ورځې د تاریخچې په اړه چې څه ویل کیږي تر ډیره افسانې ته ورته دي.

ويل کېږي، چې سلګونو کاله پخوا د روم امپراتور پریکړه وکړه، چې جګړې ته د تللو لپاره دې ځوانان واده نه کوي.

خو د کلیسا یوه کشیش سنټ والنټاين (Saint Valentine) چې دغه پریکړه یې غیر عادلانه بلله په پټه یې د نجونو او سرتیرو ترمنځ نکاح تړله.

کله چې د وخت بادشاه له دې موضوع خبرېږي، نو والنټاين زنداني کوي.

ویل کیږي، والنټاين د زندان په یوې ساتونکې مینیږي او په کومه ورځ چې اعدامیږي خپلې معشوقې ته د خدای په اماني په توګه یو لیک استوي.

د لیک په پای کې ورته لیکي:((ستا والنټاين!)). Effects.

له هغې وروسته دا ورځ د نړۍ په اکثرو ځایونو کې د عاشقانو په ورځ یادیږي.
XS
SM
MD
LG