د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

افغانو ښځو هم د "میلیارډ پاڅون" سره ځان یوځای کړ


افغانو ښځو هم د "میلیارډ پاڅون" سره ځان یوځای کړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

یو شمېر افغان ښځو له هغه نړېوال کمپاین سره خپل غږ یو ځای کړ، چې د یو میلیارډ پاڅون په نوم یادیږي. په دې مناسبت په کابل کې په لسګونو ښځو راټولې شوې او له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد یې شعارونه ورکړل. دغو په لسګونو ښځو چې د افغانستان د شاوخوا پنځوسو مدني ټولنو غړي په کې و، د دارالامان له قصرنه د علاوالدین ترڅلور لارې پورې روانې وې او د یو پریکړه لیک په لوستلو سره یې خپل دغه حرکت پای ته ورساوه. دوي په خپلو غاړو کې داسې دسمالونه اچولي و، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد شعارونه په کې لیکل شوي و.

XS
SM
MD
LG