د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

کابل ښاریان د افغاني فلمونو د ټیټ کیفیت له امله بهرني فلمونه ګوري


د کابل یو شمېر اوسیدونکي وايي، د افغاني فلمونو د ټیټ کیفیت له امله، دوي د بهرنیو فلمونو لیدل ډير خوښوي.

دوي له افغاني فلمونو سره د کمې لیوالتیا دلیل د هندي سینما څخه تقلید، د فلمي لوبغاړو کمزورې لوبه او ستړي کوونکي او تکراري داستانونه بولي.

خو افغان فلم جوړوونکي وايي، هغوي د خلکو له لیوالتیا سره سم، فلم جوړوي او د خپلو فلمونو لپاره د بازار موندنې په هدف مجبور دي یاد شوي موارد په کې ځای کړي.

په افغاني فلمونو کې اوس مهال تر ډیره د جګړو، نښتو او انسان وژنې په څیر جدي او له تاوتریخوالي ډکې صحنې ښودل کیږي.

که څه هم افغان فلم جوړوونکي په دې باور دي، چې په فلمونو کې د جنګي صحنو او نڅاوو په ځایولو سره کولای شي د ډیرو لیدونکو پام د خپلو فلمونو لیدوته واړوي، خو خلک دا ډول صحنې له افغاني فلمونو سره د کمې لیوالتیا لامل بولي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، په افغانستان کې د فلم د صنعت تجارتي کیدل او په دې برخه کې د افغان فلمي لوبغاړو غیرمسلکي توب د دې لامل شوی څو خلک د افغاني فلمونو لیدو ته زړه ښه نه کړي او پرځای یې هندي او امریکايي فلمونه وګوري.

دوي وايي، د دې ترڅنګ چې افغاني فلمونه د هندي فلمونو تقلید او تکراري داستانونه دي، د دغه فلمونو لوبغاړي نه شي کولای هغسې ولوبیږي، چې د فلم داستان طبیعي او واقعي معلوم شي.

خو افغان فلم جوړوونکي وايي، هغه څه چې دوي یې په افغاني فلمونو کې نندارې ته وړاندې کوي له یوې خوا د ټولنې حقایق دي او له بلې خوا خلک ورسره علاقه لري.

د شاهین په نوم د خصوصي فلم جوړونې د شرکت مشر سلیم شاهین ازادۍ راډیو ته وویل، په ځینو فلمونو کې د تفریح او سرګرمۍ په خاطر د نڅا صحنوته ځای ورکوي:

«د بازار موندنې په خاطر یو یو فلم ته سندرې جوړوم، ترڅو به موږ اټن کوو؟

تر کومه په فلمونو کې بودنه بازی او د چرګان جنګولو ته ځای ورکړو؟ اوس نړۍ د پرمختګ په حال کې ده.

ما اسلامي فلمونه او د افغاني فرهنګ سره سم ډير فلمونه جوړ کړي او په راتلوونکي کې یې هم جوړوم.

لکه څنګه چې خلک له هندي او امریکايي فلمونو سره لیوالتیا لري موږ هم په هماغه سبک پرمخ ځو او په فلم کې د تفریح لپاره یوې یوې سندرې ته ځای ورکوو.».

یو شمېر کسانو چې له جګړو څخه په مخکې کلونو کې یې افغاني فلمونه کتلي وايي، چې په هغه وخت کې دغو فلمونو روزنیز اړخ درلود او له همدې امله خلک یې لیدوته ډير لیواله وو.

په همدې حال کې د افغان فلم جوړوونکو ټولنه د خلکو د شکایتونو په تایید وايي، د افغاني فلمونو د جوړونې د خصوصي شرکتونو شمېر ۲۴۷ ته رسیدلی او د ټولو کنټرول یې ناممکن دی.

د دغه ټولنې مشر جوان شیر حیدري آزادۍ راډیوسره په خبروکې وویل،هغوی هڅه کوي څو په نږدې راتلوونکي کې په افغانستان کې د سینما او د سینمايي فعالیتونو لپاره قانون جوړ کړي:

«له دې حقیقت څخه منکر کیدای نشو،ځکه دا کارونه شوي دي،حتی ماخپله لیدلي چې ځیني فلم جوړوونکي له سناریو پرته صحنې ته ننوځي او په هماغه مها ل داستان په خپل سرکې ګرځوي.

له همدې امله مونږ له افغان فلم سره په تفاهم تصمیم ونیوه کوم فلمونه چې وړاندې کیږي باید هغه چک کړو.

موږ د سینما پرقانون هم کار کوو،همدارنګه هوډ لرو چې داسې زمینه برابره کړو چې لس یا پنځه لس شرکتونه یوځای کړو او یوه موسسه جوړه کړو څو وکولای شو ښه فلم جوړ کړو.»

د افغان فلم ریاست مسوولین وايي، د افغاني فلمونو د جوړولو په برخه کې کوم ځانګړی معیار نشته اوهغوی نشي کولای د افغان فلم جوړوونکو لپاره کوم چوکاټ رامنځ ته کړي.

د افغان فلم رییس ابراهیم عارفي وایی، د فلم جوړوونکو تخنیکي او مالي توان ته په کتو هغوی ته د فعالیت جواز ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې غواړي د فلم جوړولو شرکت جوړ کړي باید کم ترکمه ۵۰ زره ډالر پانګه ولري.

د افغان فلم رییس ابراهیم عارفي وايي،د اساسي قانون او د بیان آزادۍ له مخې، هغوي نشي کولای فلمونه سانسور کړي.
XS
SM
MD
LG