په کابل کې د راډیو ګانو ځینې مسوولین او کار کوونکي وایي، چې راډیو په تیرو لسو کلونو کې د معلوماتو رسولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د کلید راډیو مسووله نجیبه ایوبي وایي، چې راډیو داسې رسنۍ ده، چې په ډیرو لیرې پرتو سیمو کې هم اوریدل کیږي.
میرمن ایوبي ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې راډیو په تیرو لسو کلونو ډیر پرمختګونه کړي دي:
(په افغانستان کې راډیو په تیرو لسو کلونو کې د خبر رسولو، معلوماتو رسولو، د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړولو او په سیاسي برخه کې د خلکو د پوهاوي په برخه کې یو ښه او مثبت رول لوبولی.
تیرو انتخاباتو وښودله چې راډیوګانو په دې برخه کې ډیر ښه رول لوبولی.
له نیکه مرغه چې دا مهال په افغانستان کې ډیرې ښې رسنۍ لرو او د افغانستان په ډيرۍ سیمو کې دا مهال موږ بریښنا نه لرو خو راډیو ډیره ارزانه وسیله ده او په هر ځای کې کار کوي).
میرمن ایوبي همدا راز وایي، چې په افغانستان کې راډیو ګانې له ګڼ شمېر ستونزو او د مسلکي کارکوونکو له کموالي سره هم مخ دي.
د فبروري دیارلسمه نیټه په دوه زره یوولسم میلادي کال کې د یونسکو د ښوونیز، روزنیز او علمي سازمان لخوا د راډیو د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.
په ورته وخت کې نی یا په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره سره له دې چې د ځینو رسنیو د کار هرکلی کوي خو وایي چې په یوشمیر راډیو ګانو کار لا هم معیاري نه دی.
د نۍ موسسې مشر صدیق الله توحیدي آزادۍ راډیو ته وویل راډیو تر نورو رسنیو د معلوماتو رسولو په برخه کې د مخکښې رسنۍ په توګه رول لوبولی دی.
(لا هم ځینې راډیو ګانې لرو، چې په خپلو تفریحي، خبري او نورو خپرونو کې په معیاري توګه کار نه کوي.
خو داسې راډیوګانې هم لرو، چې ورځ تر بلې ښې کیږي او د ښه کیدو په لور روانې دي او هیله مند یو چې یوه ورځ په افغانستان کې ډیرې معیاري راډیو ګانې ولرو.
خو د ډیرو راډیو ګانو درلودل د افغانانو لپاره یو غنیمت دی.
دوی د ډيرو راډیو ګانو په درلودلو سره له هیڅ پیښې وروسته نه پاتې کیږي او راډیو ګانې له ټلویزیون نه د خبر او نورو معلوماتو په خپرولو کې مخکې دي).
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په کابل او ولایتونو کې یو سل او شپیته راډیو ګانې فعالیت کوي.
ډیر شمېر راډیو ګانې د ټول هېواد په کچه نه دي بلکې یواځې د اف ام پر څپې په کمو ځایونو کې اوریدل کیږي.
یوه موضوع چې ویل کیږي د ټولو رسنیو خبریالان په تیره راډیوګانې باید ډيره پاملرنه ورته وکړي، د راډیو بې طرفي او خلکو ته د سمو معلوماتو رسول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني هم د راډیو ګانو له لارې د دقیقیو، پر وخت او بې طرفه معلوماتو په خپرولو ټینګار کوي:
(همدا اوس مونږ له پنځوسو ډیر تلویزیونونه لرو خو د راډیو اغیزمنتیا لا هم له منځه نه ده تللې.
د یوې راډيو موثریت پدې کې ده چې خبر یې بدنامه شوی نه وي، پدې معنې چې که یوه راډيو یو غلط او غیر معیاري خبر خپور کړي نو ورو ورو خپل اوریدونکي له لاسه ورکوي).
آزادۍ راډیو چې په افغانستان کې یې له خپرونو څه باندې لس کاله کیږي، په اف ام او منځنیو څپوکې خپرونې کوي او تل هڅه کوي چې په دقیقه او بې طرفه توګه بحثونه، خبرونه، او رپوټونو خپلو اوریدونکو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې راډیو د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان په وخت کې په کار پیل وکړ او د (لندني کوټې) تر نامه لاندې چې په دهمزنګ سیمې ته یې نږدې موقعیت درلود یوې ودانۍ نه خپرونې کولې.
دا راډیود کابل راډیو په نوم ونومول شوه او یواځې په کابل کې یې خپرونې کولې، او دا چې ډیر شمیر خلکو راډيو ګانې نه درلودې نو راډیو به یې د هغو لاسپیکرونو له لارې اوریدله چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې لګول شوي وو.
راپور: جمیله ظریف