د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۳۷

د م.م امنیت شورا د شمالي کوریا اټمي ازموینه په کلکه وغندله


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا درېیم اټومي ازمیښت په کلکه وغانده.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرکېم سنګ هاون، چې هېواد یې روانه میاشت د ملګرو ملتونو دوره یي مشري په غاړه لري، وویل، دغه ازمیښت د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه جدي سرغړونه ده.

هغه د امنیت شورا له بیړنۍ غونډې وروسته وویل، دا شورا به اوس د دغه ازمیښت په وړاندې پر مناسبو اقداماتو غور وکړي.

شمالي کوریا د سې شنبی په ورځ وویل، چې دغه ازموینه یې د امریکا د دښمنۍ په وړاندې لومړنی اقدام دی او خبرداری یې ورکړ، چې که واشنګټن خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړي، نو به نورو جدي اقداماتو ته هم مخه کړي.

د شمالي کوریا د غه اټمي ازموینه چې تر ځمکې لاندې یې ترسره کړه، تر ټولو قوي ازمیښت و.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون یو ځل بیا پرپیونګ یانګ غږ وکړ، چې د اټمي وسلو له پروګرام څخه لاس واخلي:

(له نړېوالې ټولنې سره په ګډه ما په کراتو کراتو د پیونګ یانګ پرمشرتابه غږکړی چې خپل د اټومي وسلو پروګرام بند کړي، د نړېوالو اندیښنې د خبرو له لارې لیرې کړي او له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا جنوبي کوریا او نړیوالې ټولنې سره د باور فضارامنځ ته کړي.)

په ملګروملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیرې سوسن رایس وویل، واشنګټن او متحدین یې نیت لري هغه بندیزونه سخت کړي، چې پرپیونګ یانګ د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو د اټومي ازموینو په خاطر لګول شوي دي:

(د هغو دوامدارو خطرونو په وړاندې چې د شمالی کوریا بیرونکو فعالیتونو رامنځ کړي، د ملګروملتونو امنیت شورا باید چټک، جدي او قوي عکس العمل وښیي، امنیت شورا کولای شي د پریکړه لیک له لارې د شمالي کوریا د اټومي وسلو، د لیرې واټن ویشتونکوتوغندیو او د اټومي فعالیتونو د پراختیا د توان مخه ډب کړي.)

رایس وویل، نړېوال په دې اړه ګډ دریځ لري، چې دغه ازموینه د پښیمانی وړیوعمل واو هغه سیمه ییزه او نړیواله سوله زیانمنوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جنوبي کوریا له ولسمشرلي مونګ بک سره چې دنده یې په ختمیدو ده په ټیلفوني خبرو کې د دې هیواده د کلکې دفاع ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG