د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۵۳

اوباما به ښايي ملت ته په وينا کې د خپلو پوځيانو مساله ياده کړي


د ځينو رسنيو په وينا تمه ده چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپل ملت په کلنۍ وينا کې نن شپه د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

امريکايۍ ورځپاڼې وال ستريت جورنال روانه اونۍ په يوه رپوټ کې وليکل ولسمشر اوباما به ملت ته په خپله وينا کې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو پر څرنګوالې خبرې وکړي او دا به معلومه کړي چې څومره امريکايي عسکر په دغه هيواد کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته پاتې شي.

په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د پاتې کيدونکو امريکايي پوځيانو په اړه د بيلابيلو شميرو خبره شوې ده. ويل کيږي چې ښايي امريکا شپږ اډې په افغانستان کې وساتي.

تيره مياشت چې کله ولسمشر حامد کرزي امريکا ته ولاړ نو د ده د سفر په درشل کې داسې رپوټونه خپاره شول چې د سپينې ماڼۍ ځيني چارواکي دا وړانديز کوي چې ټول امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، بل لور ته د پنځو زرو او نهو زرو سرتيرو د پاتيدو خبره کيده.

د پوځي چارو څيړونکي جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د لږو پوځيانو تر پاتيدو د ټولو وتل غوره دي:

« که امريکا له شلو تر ديرشو زرو پوځيان په افغانستان کې ساتي نو افغانستان به د ګاونډيو، ايران او پاکستان له مداخلې وژغورل شي که داسې نه کوي او لږ پوځيان ساتي بيا غوره ده چې هيڅ عسکر يې هم پاتې نه شي، ځکه چې په دې صورت کې به د حکومت د مخالفه وسله والو بهانه هم بيا نه وي چې بهرني عسکر شته او د ګاونډيو دغه پلمه به هم بيا نه وي»

په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو پوځي ماموريت د راتلونکي ميلادي کال په دسمبر کې پاي ته رسيږي.

يو شمير امريکايي ورځپاڼو روانه اونۍ وليکل چې ولسمشر بارک اوباما به ملت ته په وينا کې په افغانستان کې د ماموريت تر پاي ته رسيدو وروسته د پاتې کيدونکو امريکايي پوځيانو شمير اعلان کړي، خو د امريکا د لوي درستيزانو د کميټې مشر جنرال مارټين ډيمپسي روانه اونۍ وويل چې دي نه پوهيږي چې ولسمشر اوباما به په خپله وينا کې دا شميره په ډاګه کړي که نه کړي، خو نوموړي زياته کړه، چې دي يو مخ ډاډه دي چې امريکايي ځواکونه به د خپل ماموريت د بشپړيدو لپاره په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته پاتې شي.

د رويټرز اژانس په وينا د جنرال مارتين ديمپسي اشاره هغه ماموريت ته وه چې تيرکال په شيکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډې پر هغې موافقه شوې وه. په دې سرمشريزه کې موافقه وشوه چې تر تر دوه زره څوارلسم کال وروسته شپاړس ميليارډه ډالر پر افغان پوځ ولګول شي او نړيوال ځواکونه دې د هغوي روزونې ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د کابل او واشنګتن تر منځ د امنيتي همکاريو د موافقې په ترڅ کې د دغو پوځيانو د ماموريت د څرنګوالې پر جزيياتو، دواړه لورې سلا وکړي، پر دې موافقې د افغانستان او امريکا تر منځ خبرې روانې دي.
XS
SM
MD
LG