د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

"افغان حکومت دې د م.م ۱۳۲۵م پریکړلیک پر اساس سم اجراات وکړي"


د افغان د ښځو شبکې مسئولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، دولت باید د دوه زره څوارلسم کال تر رسیدو پورې د ښځو د حقونو خوندیتوب، د دوي پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوي او په دولتي ارګانونو کې د ونډې ورکولو پروګرامونه په جدي توګه پلي کړي.

دوي له حکومته غواړي چې د ملګرو ملتونو سازمان « ۱۳۲۵نمبر پریکړه سره سم دې د ښځو د حقونو لپاره خپل اجراات لا دقیق او ګړنډي کړي.

د افغانستان د ښځو د شبکې مسئولې میرمن محبوبه سراج وویل، اوس مهال په دولتي ارګانونو او په تیره په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښځو ونډه تر نارینه و ډیره کمه ده.

دې دا هم وویل، سربیره پر دې یي په مجموع کې دولت ته د ښځو، سولې، او امنیت لپاره اته ویشت نور پیشنهادونه هم کړي دي:

«زموږ ډیرې غوښتنې له دولت، مدني ټولنې او نړېوالې ټولنې څخه دي، په ستره محکمه کې یوې ښځینه غړې ته ضرورت لرو.

هیله ده لویه څارنوالۍ یوه ښځینه مرستیال ولري.

د ښځو چارو ته د یوې ځانګړی محکمې جوړول هم غواړو.

موږ غواړو تر دوه زره څوارلسم کال پورې دولت د ښځو حقونو ته ډیر کار وکړي او ډیر پروګرامونه پلي کړي.»

د غونډې ګډونکوونکو په هېواد کې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي په هکله هم خبرې وکړې او پر حکومتي ادارو يي غږ وکړ چې د دې ستونزې اوارۍ ته دې اقدامات جدي کړي.

ځيني افغان میرمنې ادعا کوي، چې په وروستیو لسو کلونو کې نه یوازې دا چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې له پخوا څخه څو برابره زیات شوی دی.

د مدني ټولنې یوې فعالې شریفه زرمتی وردک ازادي رادیو ته وویل:

«کله چې په افغانستان د ښځو پر وړاندی د دولت او نړېوالې ټولنې له خوا مبارزه پیل شوی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره د تاوتریخوالي بڼې هم بدلې شوي، موږ نه وو اوریدلي چې څوک د ښځې ژبه، غوږونه پرې کړي، ودې سوځوي او اندامونه دې یې ټوټې ټوټې کړي خو اوس دا کارونه کېږي، ان صحرایي محکمې دایریږي او ښځې په عام محضر کې وژل کېږي، دا د دولت د ډیرې کمزوری نښې دي.»

په غونډه کې د کاناډا د سفارت استازي« مرینا » تایید وکړ، چې په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی یوه لویه ستونزه ګرځیدلې، خو هڅه کوي چې د دې ستونزې په کمولو کې له افغان حکومت، د بشر د حقونو له سازمانونو او مدني ټولنو سره مرستې جاري وساتي.

افغان چارواکې وایي، د ښځو د حقونو خوندیتوب، د دوي پر وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوي، د دوي د ظرفیتونو لوړولو او په حکومتي ارګانونو کې د دوي ګمارلو ته ګڼ پروګرامونه ترتیب شوي او په منظمه توګه عملي کېږي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې سعیده مژګان مصطفوي وویل:

«د ښځو چارو وزارت ۱۳۲۵پریکړه لیک د کمیسیون د رهبرې هیئت غړیتوب لري.

موږ د سولې عالي شورا سره کار کوو، په څلرویښتو ولایتونو کې ښځې د دې شورا د کمیسیونونو غړي دی، د کورنیو او دفاع له وزارتونو سره کارکوو چې په لیکو کې زیاتې ښځې جذب کړي.

همدارنګه د بشر د حقوقو له سازمانونو سره د ښځو ستونزې شریکوو او د حل لارې یي څیړو.

د لوړو زده کړو له وزارت مشورې لرو څو ډیرو ښځو ته د تحصیل اسانیتاوې برابرې کړي.

په زندانونو کې د ښځو حال بر رسي کوو.

له زیانمنو شوېو ښځو سره د مرستو لپاره سیمه يیز ارګانونه لرو او په څارنوالیو او د پولیسو جراات څیړو.»

کارپوهان وایي، سره له دې چې له څه باندې لسو کالو راهیسي په هېواد کې د دموکراسی پلي کولو ته پر دولتي ارګانونو سربیره په لسګونو غیر دولتي موسسې او د بشر د حقونو سازمانونه هلې ځلې پیل کړي، خو له ښځو سره په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG